پاکستان منرلز انويسټمنټ فورم به په 12 او 13 نومبر اسلام آباد كښې كېږي

اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان منرلز انويسټمنټ فورم 2026 (پي اېم آئي اېف 26) به په 12 او 13 نومبر د اسلام آباد په جناح کنونشن سينټر كښې كېږي٬ په فورم كښې پاليسي سازو، د هېواد او نړيوال کان کنۍ کمپنو اعليٰ چارواكو، سرمايه کارو، مالياتي ادارو او تکنيکي پوهانو ته د ګډون كولو بلنې وركړې شوې دي٬ چې پكښې به د پاكستان په معدني څانګه كښې …

اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان منرلز انويسټمنټ فورم 2026 (پي اېم آئي اېف 26) به په 12 او 13 نومبر د اسلام آباد په جناح کنونشن سينټر كښې كېږي٬ په فورم كښې پاليسي سازو، د هېواد او نړيوال کان کنۍ کمپنو اعليٰ چارواكو، سرمايه کارو، مالياتي ادارو او تکنيکي پوهانو ته د ګډون كولو بلنې وركړې شوې دي٬ چې پكښې به د پاكستان په معدني څانګه كښې د سرمايه کارۍ د موقعو جاج اخستلې شي٬ د پاكستان حکومت تر سېوري لاندې او د خاص سرمايه کاري سهولت کونسل (اېس آئي اېف سي) په سرپرستۍ كښې دا فورم د پاکستان معدني وسائل نړيوالې سرمايه كارۍ، مهارت او جديد ټيکنالوجۍ سره تړلو لپاره د هېواد مهم ترين پليټ فارم دے۔ آئل اينډ ګيس ډوېلپمنټ کمپني لميټډ (او جي ډي سي) د فورم باني شراکت داره اداره ده۔ د يادونې وړ ده  پي اېم آئي اېف-26 به د معدني وسائلو لټون، پراسيسنګ او د تل پاتي کان کنۍ په څانګو كښې خبرې اترې په عملي سرمايه كارۍ٬ همكارۍ او په منصوبو  بدلولو ته پاملرنه كوي۔ په فورم كښې پاکستان پيټروليم لميټډ (پي پي ايل)، ماري انرجيز، ګورنمنټ هولډنګز پرائيويټ لميټډ (جي ايچ پي ايل)، ريکوډك مائننګ کمپني، پاکستان منرلز پرائيويټ لميټډ (پي ايم پي ايل) او فرنټيئر ورکس آرګنائزيشن (ايف ډبليو او) شامل دي۔ ووډ ميکينزي د  کنفرنس مرکزي منتظم ده، او مل بينك، وائټ اينډ کېس او لازارډ علمي معاون شراکت دار دي۔ په تعليمي شراکت دارو كښې نيشنل ووکيشنل اينډ ټيکنيکل ټريننګ کميشن (نيوټيک)، نيشنل يونيورسټي آف سائنسز اينډ ټيکنالوجي (نسټ)، د پیښور پوهنتون او د پېښور او لاهور انجينئرنګ پوهنتونونو پشمول نورې ادارې شاملې دي

مزید خبریں