تاشقند 28 اکتوبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي تربيې وزير مملکت وجيهه قمر وئيلي دي پاکستان د مېنځنۍ آسياء هېوادونو، په خاص توګه ازبکستان سره تعليم، سائنس، تحقيق، مصنوعي ځېركتيا او فني و وظيفائي تربيې په څانګو كښې مرسته نوې لوړې كچې ته د رسولو عزم لري٬ تعليم يوازې سماجي ضرورت نه بلكې د قامي ترقۍ، معاشي استحکام او روښانه سباٶن لپاره يو ستراتېژك سرمايه كاري ده۔ دا …
د پاکستان او ازبکستان ترمېنځه به تعليم، تحقيق او د جديد ټيکنالوجۍ په څانګو كښې مرستې ته لا وده وركولې شي۔ وزير مملکت وجيهه قمر

مزید خبریں
تاشقند 28 اکتوبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي تربيې وزير مملکت وجيهه قمر وئيلي دي پاکستان د مېنځنۍ آسياء هېوادونو، په خاص توګه ازبکستان سره تعليم، سائنس، تحقيق، مصنوعي ځېركتيا او فني و وظيفائي تربيې په څانګو كښې مرسته نوې لوړې كچې ته د رسولو عزم لري٬ تعليم يوازې سماجي ضرورت نه بلكې د قامي ترقۍ، معاشي استحکام او روښانه سباٶن لپاره يو ستراتېژك سرمايه كاري ده۔ دا خبره دې په تاشقند كښې د نړيوال تعليمي فورم 2026 پرانستې دستوره كښې وكړې٬ د فورم موضوع٬ په مېنځنۍ اسياء كښې د تعليم مشترکه نظام جوړول او نړيواله مرسته” وه۔ وزير مملكت وجيهه قمر ووئيل پاکستان د مېنځنۍ آسياء هېوادونو، په خاص توګه ازبکستان سره تعليم، سائنس، تحقيق، مصنوعي ځېركتيا او فني و وظيفائي تربيې په څانګو كښې مرسته نوې لوړې كچې ته د رسولو عزم لري٬ تعليم يوازې سماجي ضرورت نه بلكې د قامي ترقۍ، معاشي استحکام او روښانه سباٶن لپاره يو ستراتېرژك سرمايه كاري ده۔ دې د ازبکستان صدر شوکت مرزایوف د تعلیمي اصلاحات او سائنس و جدت ته ودې وركولو لپاره د هلو ځلو ستائنې كولو سره ووئيل د پاکستان او ازبکستان اړيكې په مشتركه تاريخ٬ كلتور، مذهبي اقدارو او په پېړيو اډانه په علمي ورثې ولاړې دي۔ دې ووئيل سمرقند، بخارا او تاشقند په تاریخي توګه د علم و دانش عظیم مرکزونه دي او دواړه هېوادونه دا مشتركه ميراث په جدید تعلیمي و سائنسي شراکت دارۍ د بدلولو بشپړ صلاحيت لري۔(










