اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د اسلام آباد سرکاري سکولونو مسئلو په يوه اوونۍ كښې د حل كولو سپارښتني سره وئيلي دي د سرکاري سکولونو د بسونو دائره دې لا پراخه كړې شي، د استاذانو بھرتۍ دې په ميرټ وكړې شي، سولر ائزيشن ته دې وده او سرکاري سکولونو كښې ښه طبي سهوليات وركړے شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري بيان …
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې غونډه، اسلام آباد كښې د سکولونو مسئلې په يوه اوونۍ كښې د حل كولو سپارښتنه

مزید خبریں
اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د اسلام آباد سرکاري سکولونو مسئلو په يوه اوونۍ كښې د حل كولو سپارښتني سره وئيلي دي د سرکاري سکولونو د بسونو دائره دې لا پراخه كړې شي، د استاذانو بھرتۍ دې په ميرټ وكړې شي، سولر ائزيشن ته دې وده او سرکاري سکولونو كښې ښه طبي سهوليات وركړے شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې اسلام آباد كښې سکولونو كښې د اصلاحات په اړه د اعلیٰ پائې غونډه وشوه۔وزيراعظم په اسلام آباد كښې ټولو سركاري سكولونو كښې انفراسټرکچر، نصاب، د استاذانو تربيې او نور اصلاحات په بيړني بنيادونو د نافذولو سپارښتنه وكړه۔وزيراعظم فيډرل ډائريکټوريټ آف ايجوکيشن په يوه مؤثره او فعاله اداره بدلولو لپاره د تګلاري جوړولو امر سره ووئيل د اسلام آباد په سرکاري سکولونو كښې دې د انفراسټرکچر ټولي مسئلې په بيړنو بنيادونو حل كړې شي،زدكوونكو له په سکولونو كښې محفوظ ماحول وركول د حكومت ذمه واري ده۔وزيراعظم په اسلام آباد كښې د زدكوونكو غذائي روزنه باوري كولو لپاره د ويړيا لنچ نظام فعالولو سپارښتنه وكړه۔وزيراعظم د پرمختګ او منصوبه بندۍ وزير احسن اقبال ته په اسلام آباد كښې د سرکاري سکولونو مسئلې په يوه اوونۍ كښې د حل كولو سپارښتني سره ووئيل ټولو سكولونو كښې دې سمارټ بورډز زر تر زره ولګولے شي۔ وزيراعظم ووئيل وفاقي پايه تخت كښې د سكولونو مسئلې حل کولو لپاره دې ټول وسائل په سمدستي توګه وكارولې شي۔ ده ووئېل د اسلام آباد سرکاري سکولونو استاذان دې دتعليم و تدريس نه علاوه په كومو نورو هلو ځلو كښې برخه نه اخلي۔وزيراعظم د سرکاري سکول بسونو دائره کار لا پراخه كولو سپارښتنه هم وكړه۔وزيراعظم سرکاري سکولونو كښې سولرائزيشن ته د ودې وركولو امر سره ووئيل په جسماني توګه معذوره زدكوونكو له دې ټولو سرکاري سکولونو كښې ريمپ جوړ كړے شي۔په دې مهال بريفنګ كښې ووئيل شول د اسلام آباد په زياتره سكولونو كښې انټرنيټ، د څښلو پاكي اوبه ، کمپيوټر ليبز او نور بنيادي سهوليات شته۔په غونډه كښې په سروے كښې د شاملو ځيني سکولونو د انفراسټرکچر مسئلو په اړه هم بريفنګ وركړے شو۔بريفنګ كښې ووئيل شول سرکاري سکولونو كښې د هيډ ټيچرز خپلواكه كولو او جدت ته ودې وركولو ته اړتيا ده۔ اسلام آباد كښې د سرکاري سکولونو زدكوونكو تګ راتګ لپاره 278 سرکاري بسونه چليږي۔په غونډه كښې وفاقي وزيران احسن اقبال، ډاکټر مصدق مسعود ملك، عطاء الله تارړ، خالد مقبول صديقي، وزير مملکت بلال اظهر کياني او د اړوندو ادارو اعلیٰ افسرانو ګډون وكړو










