امنيتي ځواكونو په بلوچستان كښې په ستخباراتي اطلاعات  كارروائيو كښې 9 ترهګر ووژل۔ آئي اېس پي آر

پېنډۍ 28 اکتوبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د بلوچستان په کچھي او وډھ ضلعو كښې د هندي پراكسي "فتنه الهندوستان" سره تعلق لرونكو ترهګرو په موجودګۍ په استخباراتي اطلاعات اډانه دوه كارروائۍ وكړې چې پكښې 9 ترهګر ووژل شول۔ د آئي اېس پي آر له مخې  په ضلع کچھي كښې د انټيلي جنس بيسډ آپريشن په مهال امنيتي ځواكونو د ترهګرو ژالې تباه كړې٬ د ناتاره ډزو د تبادلې …

پېنډۍ 28 اکتوبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د بلوچستان په کچھي او وډھ ضلعو كښې د هندي پراكسي “فتنه الهندوستان” سره تعلق لرونكو ترهګرو په موجودګۍ په استخباراتي اطلاعات اډانه دوه كارروائۍ وكړې چې پكښې 9 ترهګر ووژل شول۔ د آئي اېس پي آر له مخې  په ضلع کچھي كښې د انټيلي جنس بيسډ آپريشن په مهال امنيتي ځواكونو د ترهګرو ژالې تباه كړې٬ د ناتاره ډزو د تبادلې نه وروستو د هند په سرپرستۍ كښې هڅې كوونكې 7 ترهګر ووژل شول او په دې موقع هغوي څخه وسله او ګوله بارود هم برامد كړے شول٬ دغسې په ضلع وډھ  كښې د کارروائۍ په مهال امنيتي ځواكونو د ترهګرو د تګ راتګ درك ولګولو او هغوي ئې محاصره كړل٬ د ډزو په تبادله كښې دوه ترهګر ووژل شول او وسله او ګوله بارود هم برامدكړے شول٬ په سيمه كښې د موجود نورو ترهګرو خاتمې لپاره سينيټائزيشن آپريشنز  روان دي۔ د نيشنل ايکشن پلان فيډرل ايپکس کميټۍ منظور كړي وژن “عزمِ استحکام” له مخې د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ کوٶنكو ادارو د ترهګرۍ مخنيوي غېر متزلزل كمپائن به بشپړه طاقت سره روان وي دغسې چې هېواد څخه په بهرنۍ سرپرستۍ او ملاتړ كښې د روانې ترهګرۍ لعنت بشپړه خاتمه وكړې شي

مزید خبریں