وزيراعظم محمد شهباز شريف بلوچستان كښې د ترهګرو په ضد په كامياب عملياتو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د بلوچستان  په کچھي او وډھ ضلعو كښې د فتنه الهندوستان ترهګرو په ضد په کاميابه کارروائيو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د وزيراعظم افس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخئ وزيراعظم د هند په سرپرستۍ كښې د هڅې كوٶنكو 9 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو د افسرانو او اهلکارو د وظيفائي صلاحيتونو ستائنې …

اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د بلوچستان  په کچھي او وډھ ضلعو كښې د فتنه الهندوستان ترهګرو په ضد په کاميابه کارروائيو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د وزيراعظم افس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخئ وزيراعظم د هند په سرپرستۍ كښې د هڅې كوٶنكو 9 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو د افسرانو او اهلکارو د وظيفائي صلاحيتونو ستائنې كولو سره ووئيل  د ترهګرۍ لعنت هېواد څخه تر بشپړ خاتمې به كاروائۍ روانې وي، د ترهګرۍ خاتمې او په په هېواد كښې تل پاتي امن لپاره د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ کوٶنكو ادارو هڅې د ستائنې وړ دي۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان سلامتيا او امن ته زيان رسوٶنكي ترهګر به خپلو ناوړه مقاصدو كښې كله هم كامياب نشي، زما پشمول ټول قام د ترهګرۍ خاتمې لپاره د ځواكونو غير متزلزل عزم كښې  د دوي سره ولاړ دے۔

مزید خبریں