اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د کویت نیول فورس کمانډر میجر جنرل (نیوي) سیف عبدالهادی الحملان په نیول هیډ کوارټرز اسلام آباد كښې د چیف آف دی نیول اسټاف ایډمرل نوید اشرف سره ملاقات وكړو۔ نیول هیډ کوارټرز ته په راتګ چیف آف دی نیول اسټاف د هغه هركلے وكړو او د پاك بحریه يوې چټك ډلي هغه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔دې نه بس هغه د …
د کویت نیول فورس کمانډر په نیول هیډ کوارټرز كښې د چیف آف دی نیول اسټاف سره ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د کویت نیول فورس کمانډر میجر جنرل (نیوي) سیف عبدالهادی الحملان په نیول هیډ کوارټرز اسلام آباد كښې د چیف آف دی نیول اسټاف ایډمرل نوید اشرف سره ملاقات وكړو۔ نیول هیډ کوارټرز ته په راتګ چیف آف دی نیول اسټاف د هغه هركلے وكړو او د پاك بحریه يوې چټك ډلي هغه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔دې نه بس هغه د نیول هیډ کوارټرز پرنسپل اسټاف آفسرانو سره معارفي كړے شو۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په پېښه وره چارو،سيمه ايزه میری ټائم سکیورټی ماحول او دوه اړخيزي بحري مرستي قوي كولو په تګلارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دوي په دې مهال د تل پاتي رابطو په اهميت زور راوړو او پېشه وره تربیې، د كار استعداد زياتولو او دفاعي مرستي لا زياتولو په تګلارو يې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو لارښودو د پاکستان او کویت ترمينځه دفاعی اړيكو لا قوي كولو له د عزم پخلے وكړو،په خاص توګه د بحري مرستې د كار دائره پراخه كولو او د دواړو هبوادونو بحري پوځونو ترمينځه نزدې اداره جاتي رابطو ته په ودې وركولو يې زور راوړو۔ د کویت نیول فورس کمانډر ته سيمه ايز میري ټائم سکیورټی لپاره د پاك بحريه په کردار او اقدامات هم بريفنګ وركړے شو۔ پاکستان او کویت خپلو كښې د ورورولۍ اړيكي لري د كومو بنياد چې په شريكه ګټه ، باور او بيلو څانګو كښې په مرسته اډانه دے۔ د کویت نیول فورس کمانډر دوره د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو لپاره د دواړو هېوادونو د تل پاتي عزم عکاسي کوي او هيله لرو چې دې سره به بحري مرستې ،سيمه ايز میری ټائم سکیورټي او استحکام ته لا وده ترلاسه شي۔










