اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د سرمايه کارو باور مستحكم كولو او کاروبار لپاره د سازګار ماحول په وده كښې په سپېځلتيا او ځواب وركولو زور راوړولو سره اړوند وزارتونو او ادارو ته امر كړے دے چې ھغوي دې نزدې روابط په ځائے اوساتي او د چارو په وخت فالو اپ باوري كړي ۔ د نهې په ورځ د نائب …
د سرمايه کارو باور زياتولو لپاره سپېځلتيا او د ځواب وركړه ضروري ده۔ اسحاق ډار

مزید خبریں
اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د سرمايه کارو باور مستحكم كولو او کاروبار لپاره د سازګار ماحول په وده كښې په سپېځلتيا او ځواب وركولو زور راوړولو سره اړوند وزارتونو او ادارو ته امر كړے دے چې ھغوي دې نزدې روابط په ځائے اوساتي او د چارو په وخت فالو اپ باوري كړي ۔ د نهې په ورځ د نائب وزيراعظم دفتر لخوا د جاري بيان له مخې ده د آډټ اوور سائټ بورډ په قانون كښې د مجوزه بدلون جاج اخستو لپاره د غونډې مشري وكړه۔ په غونډه كښې د ريګوليټري فريم ورك مضبوطولو او د آډټ و مالياتي رپورټنګ اعليٰ معيار ته ودې وركولو لپاره اداره جاتي کارکردګي ښه كولو ته پام وګرځولې شو۔ ده د سرمايه کارو باور مستحكمولو او کاروبار لپاره د سازګار ماحول په وده كښې په سپېځلتيا او ځواب وركړه زور راوړو۔ وفاقي وزير اړوند وزارتونو او ادارو ته امر وكړو چې ھغوي نزدې روابط په ځائے اوساتي او د چارو په وخت فالواپ باوري كړي ۔ په غونډه كښې وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ د وزيراعظم سلاحكار طارق باجوه، د خزانه او قانون و انصاف، سيکرټريز٬ د فيډرل بورډ آف ريونيو (ايف بي آر) چيئرمين ،د آډټ اوور سائټ بورډ چيئرمين او د انسټي ټيوټ آف چارټرډ اکائونټنټس آف پاکستان نمائنده ګډون وكړو۔










