اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم صلاحكار رانا ثناء الله وئيلي دي حکومت عام وګړي ته ريليف وركولو لپاره هر ممكن اقدامات کوي او دا مهال موټر سائيکلو، 800 سي سي څخه وړو ګاډو او د درې ټائرونو ګاډو ركشو مالكانو پشمول يو كروړ 27 لكهه كسانو له په يو ليټر تر 100 روپۍ ريليف وركړے كېږي ٬ دغسې په يو څو ورځو كښې به دا شميره …
د پټرول ریلیف پروګرام دائره تر دوه كروړه وګړو د پراخه كولو امکان، د حکومت او جماعت اسلامي په تجاویز عمل درآمد لپاره كمېتۍ جوړه شوه۔رانا ثناء الله

مزید خبریں
اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم صلاحكار رانا ثناء الله وئيلي دي حکومت عام وګړي ته ريليف وركولو لپاره هر ممكن اقدامات کوي او دا مهال موټر سائيکلو، 800 سي سي څخه وړو ګاډو او د درې ټائرونو ګاډو ركشو مالكانو پشمول يو كروړ 27 لكهه كسانو له په يو ليټر تر 100 روپۍ ريليف وركړے كېږي ٬ دغسې په يو څو ورځو كښې به دا شميره تر دوو كروړه وګړو پراخه كړې شي۔د منصوبه بندۍ پرمختګ و اصلاحات و خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال سره شريك پرېس کنفرنس ته وينا كښې ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف او د جماعت اسلامي امير حافظ نعيم الرحمن ترمينځه ملاقات كښې اولس له د ريليف وركولو په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ حکومت د جماعت اسلامي دې سوچ او هڅو ته د قدر په سترګه ګوري چې عام وګړے د ګرانۍ د بار څخه خلاص شي۔رانا ثناء الله ووئيل حکومت هڅي كوي چې ريليف موثر او هدفي جوړ شي دغسې چې دې څخه زياتو مستحقو كسانو ته زياته ګټه ورسي، حکومت د خپلو وسائلو له مخې اولسي ريليف زياتولو له هڅي كوي۔رانا ثناء الله ووئيل حکومت د كمېټۍ د لارې جماعت اسلامي سره په ګډه اولسي ريليف لا موثره كولو او د دې دائره پراخه كولو له د زړه له كوم كار كوي۔ ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې د وزيراعظم په مشرۍ كښې عام او غريب وګړي له د ريليف وركولو هڅي به رواني ساتلې شي دغسې په هېواد كښې د امن و امان او قامي اتحاد برقرار ساتلو لپاره هم اقدامات کولې شي










