نائب وزیراعظم د تل پاتي پرمختګ اهداف سر كولو پروګرام فنډز په منصفانه او يو ډول وېشلو لپاره د حكومتي عزم پخلے وكړو

اسلام آباد 27 اکتوبر  (اے پی پی) نائب وزیراعظم و خارجه وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار د  تل پاتي پرمختګ اهداف سر كولو پروګرام فنډز  د منصفانه او يو ډول وېش باوري كولو له د حكومتي عزم پخلي سره سپارښتنه وكړه چې مالی وسائل په وخت د كارولو نګرانۍ لپاره دې مؤثر نظام وضع کړے شي او دا خبره دې باوري كړې شي چې د پرمختيائي پروژو نتيجې قامي  تل …

اسلام آباد 27 اکتوبر  (اے پی پی) نائب وزیراعظم و خارجه وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار د  تل پاتي پرمختګ اهداف سر كولو پروګرام فنډز  د منصفانه او يو ډول وېش باوري كولو له د حكومتي عزم پخلي سره سپارښتنه وكړه چې مالی وسائل په وخت د كارولو نګرانۍ لپاره دې مؤثر نظام وضع کړے شي او دا خبره دې باوري كړې شي چې د پرمختيائي پروژو نتيجې قامي  تل پاتي پرمختيائي اهداف سره بشپړه همغږي ولري۔د نهي په ورځ د نائب وزیراعظم آفس د اړخه جاري شوي بيان له مخې نائب وزیراعظم و خارجه وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د تل پاتي پرمختيائي اهداف (ایس ډی جیز) ترلاسه كولو پروګرام (ایس اے پی) سټیئرنګ کمېټۍ 52مه غونډه د نهي په ورځ وشوه۔په غونډه كښې په ټول هېواد كښې په پرمختيائي پروژو د عملدرآمد مجموعی پیشرفت جاج واخستلے شو دغسې د فنډز كارولو تفصیلی جاج هم واخستلے شو۔په دې مهال سماجي و اقتصادي پرمختګ په منصفانه بنیادونو باوري كولو تګلارې ته خاص پام لرنه وشوه۔نائب وزیراعظم و خارجه وزير د دې عزم پخلے وكړو چې حکومت د اېس اے پی فنډز منصفانه او يو ډول وېش باوري كولو له لوظي دے۔په غونډه كښې د منصوبه بندۍ ، پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير ، د پارلیمانی چارو وفاقي وزير ، د سائنس و ټیکنالوجی وفاقي وزير، د مواصلات وفاقي وزير او د توان وفاقي وزير نه علاوه د  وزیراعظم د بین الصوبائي رابطه کارۍ صلاحكار،د قامي اسمبلۍ غړو راجه پرویز اشرف، پلین بلوچ او شازیه مري ، د وزیراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، د کابینه سیکرټري ، د صوبو سینئر چارواكو او اړوندو وزارتونو او محکمو افسرانو ګډون وكړو۔

مزید خبریں