د ميرمنو خپلواكه كول تل پاتي معاشي پرمختګ او سوكاله ټولني لپاره ضروري دي۔ اورنګزيب کچھي

پېښور 27 اکتوبر (اے پي پي) د قامي ورثې و كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان کچھي وئيلي دي معياري تعليم، هنر مندۍ او د معاشي موقعو د لارې د ميرمنو خپلواكه كول تل پاتي معاشي پرمختګ او سوكاله ټولني لپاره ضروري دي۔ده د نهي په ورځ پاکستان پاورټي ايليويشن فنډ او د شهيدي بينظير بھټو ويمن يونيورسټي (ايس بي بي ډبليو يو) پېښور تر سيوري لاندي ’’دخترانِ پاکستان سماجي و …

پېښور 27 اکتوبر (اے پي پي) د قامي ورثې و كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان کچھي وئيلي دي معياري تعليم، هنر مندۍ او د معاشي موقعو د لارې د ميرمنو خپلواكه كول تل پاتي معاشي پرمختګ او سوكاله ټولني لپاره ضروري دي۔ده د نهي په ورځ پاکستان پاورټي ايليويشن فنډ او د شهيدي بينظير بھټو ويمن يونيورسټي (ايس بي بي ډبليو يو) پېښور تر سيوري لاندي ’’دخترانِ پاکستان سماجي و معاشي خودمختارۍ‘‘ په سرخط قامي سيمينار ته وينا كوله۔ وفاقي وزير ووئيل ميرمني د ټولني مهمه برخه ده او د هېواد كلتوري، سماجي او معاشي پرمختګ كښې د دوي فعاله ګډون ته اړتيا ده۔ سيمينار كښې د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان، د صوبائي اسمبلۍ غړو ، د خېبر پښتونخوا ګورنر صلاحكارو ، د شهيدي بينظير بھټو ويمن يونيورسټي وائس چانسلر ، فيکلټي غړو او زدكوونكو ګډون وكړو۔اورنګزيب کچھي ووئيل ميرمنې د پاكستان بشپړه كلتوري ورثې، روايتي فنون، دستکارۍ او تخليقي معيشت وده كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ده د ميرمنو صلاحيتونه  ستليمولو سره او دوي له داسې پليټ فارمز، وسائل او اداره جاتي معاونت په وركولو زور راوړو چې دوي خپل كلتوري علم او صلاحيتونه په تل پاتي معاشي هلو ځلو بدل كړي۔ده په خاص توګه كليو او پسمانده سيمو كښې ميرمنو ته د پېښو ستونزو لرې كولو لپاره د تعليم، پيشه وره تربيې ، منډيانو او تر مالي موقعو رسني په حاجت زور راوړو۔ده ووئيل كلتور، سېلګري او د زړو آثارو په څانګو كښې مرکز او د صوبې ترمينځه مرستي زياتولو لپاره به هم ګامونه پورته كولې شي۔ اورنگزيب کچھي هيله څرګنده كړه چې د خېبر پښتونخوا د آثارِ قديمه يو ځائے به راروان كال د يونيسکو نړيوالي ورثي په فهرست كښې شاملولې شي۔ د ځوانانو او په خاص توګه د ميرمنو خپلواكه كولو ته حكومت پام لرنه كوي۔په دې موقع اورنگزيب کچھي او رانا مشهود پوزيشن ترلاسه كوونكو له انعامات او اسناد وركړل۔دې څخه وړاندې وائس چانسلر او د فيکلټي غړو پوهنتون ته په راتګ د ميلمنو هركلے وكړو۔

مزید خبریں