نړیواله ټولنه بايد د کشمیر شخړې هواري لپاره كردار ولوبوي:  د صدر مملکت آصف علي زرداري د كشمير تورې ورځې په موقع پيغام

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په نړيواله ورورولۍ او په خاص توګه د بشري حقونو په نړيوالو تنظيمونو زور راوړے دے چې د هند غير قانوني تسلط  لاندې جموں و کشمير كښې د بشري حقونو د صورتحال نوټس واخلي او د جموں و کشمير شخړې منصفانه، امناكه او كوټلي حل لپاره خپل موثر کردار ترسره كړي۔ده دا خبره د كشمير تورې ورځ په …

اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په نړيواله ورورولۍ او په خاص توګه د بشري حقونو په نړيوالو تنظيمونو زور راوړے دے چې د هند غير قانوني تسلط  لاندې جموں و کشمير كښې د بشري حقونو د صورتحال نوټس واخلي او د جموں و کشمير شخړې منصفانه، امناكه او كوټلي حل لپاره خپل موثر کردار ترسره كړي۔ده دا خبره د كشمير تورې ورځ په موقع په خپل پيغام كښې وكړه كومه چې په 27 اکتوبر لمانځلې كيږي۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل 27 اکتوبر 1947ء مونږ ته د هغه ورځي يادګېرنه كوي كله چې د هند عسكر سرينګر ته داخل شول او  د جموں و کشمير د تاريخ يو اوږد او دړرېدونكے باب پيل شو،دا ورځ د کشميريانو د هيلو او خپلواكۍ حق بنيادي او ناقابل تنسيخ حق ترلاسه كولو لپاره د هغوي د پرله پسې هلو ځلو په اړه زمونږ د تائيد پخلے كوي۔صدر مملکت ووئيل د تيرو 8 لسيزو راهسې د هند په غير قانوني تسلط لاندې جموں و کشمير كښې اولس تشدد، جبر او  د بنيادي حقونو خلاف ورزو په وجه تكليفونه برداشت كوي۔ د کشميريانو نسلونو د انصاف، وقار او آزادۍ ترلاسه كولو لپاره ډېرې قربانۍ وركړي۔  د ناسازه حالات باوجود د هغوي حوصله او عزم د خپل نصب العين څخه د كلك تړون ثبوت دے۔ده ووئيل 27 اکتوبر 1947ء نه تر اوسه د هند غيرقانوني تسلط  كښې  د جموں و کشمير اولس د لسيزو راهسې د شخړو، بنديزونو او بنيادي حقونو څخه د محرومۍ ښكار دے۔ده ووئيل د 5 اګست 2019ء نه پس صورتحال نور هم ناوړه شو دغسې هند په يو اړخيزه توګه د جموں و کشمير آئيني او قانوني حيثيت بدلولو هڅه كړې ۔صدر آصف علي زرداري ووئيل توره ورځ د جموں و کشمير  يواځې د يادوني ورځ نه بلكه  دا  د شخړې   د امناكه او منصفانه حل د عزم د پخلي موقع هم ده۔ ده ووئيل سوئيلي اسياﺀ كښې كوټلے امن ، استحکام او سوكالي د دې شخړې د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل اړوندو قراردادونو او کشميريانو د هيلو له مخې حل كولو سره ژور تعلق لري۔ده ووئيل پاکستان د انصاف، امن، وقار او د هغوي د خپلواكۍ جائز حق تر ترلاسه كيدو په هلو ځلو كښې د كشميريانو سره ولاړ دے۔ده ووئيل هغه ورځ لرې نه ده چې كله د جموں و کشمير اولس د خپلو هيلو له مخې  د خپل سباؤن پريكړه وكړي او د كشمير شخړه د منصفانه او امناكه هوري پلو پيشرفت وكړي۔

مزید خبریں