په سیمه کښې د سولې د ټینګښت لپاره دوامداره سفارتي هڅې، د نړیوالو مسؤلیتونو درناوې او د جمو و کشمیر د شخړې د حل لپاره ګټور اقدامات اړین دي: د وفاقي وزير امير مقام د كشمير تورې ورځې په موقع پېغام

اسلام آباد۔26 اکتوبر(اے پی پی) د ګلګت بلتستان او كشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي چې په 27 اكتوبر د كشمير تورې ورځې په موقع زه د كشميري اولس هغه نسلونو ته پېرزوئنې وړاندې كوم كومو چې چې بلها ستونزوې برداشت كړې او سترې قربانۍ يۍ وركړې۔ دې ځاې څخه د جاري شوي بيان له مخې امیر مقام ووئيل د 27 اکتوبر 1947ء د پېښو ياد تازه …

اسلام آباد۔26 اکتوبر(اے پی پی) د ګلګت بلتستان او كشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي چې په 27 اكتوبر د كشمير تورې ورځې په موقع زه د كشميري اولس هغه نسلونو ته پېرزوئنې وړاندې كوم كومو چې چې بلها ستونزوې برداشت كړې او سترې قربانۍ يۍ وركړې۔ دې ځاې څخه د جاري شوي بيان له مخې امیر مقام ووئيل د 27 اکتوبر 1947ء د پېښو ياد تازه كولو له د كشمير توره و ورځ هر كال لمانځلې شي۔ په دې ورځ هندي پوځونه سرينګر ته داخل شو چې په نتيجه كښې يوۍ يوه شخړه پېل شوه كوم چې د 79 كلونو تېرېدو باوجود حل نه شوه۔ ده ووئيل آزادۍ لپاره د كشميري وګړو قربانۍ احترام سره د يادول وړ دي او بايد ددوئي غږ واورېدلې شي۔ ده ووئيل  5 اګست 2019ء څخه وروستو پېښو د كشمير مسئله نوره هم سنګينه كړه۔ ده ووئيل د كشمير مسئلې په اړه د پاكستان موقف اصلي او مستقل دے۔ وفاقي وزير ووئيل د پاکستان او هند ترمينځه پرله پسې تاؤ تريخوالې هم دا خبره په ډاګه كوي چې په سوئيلي آسيا كښې د ثباتۍ بنيادي سببونه ختمول څومره ضروري دي٬ په سیمه کښې د سولې د ټینګښت لپاره دوامداره سفارتي هڅې، د نړیوالو مسؤلیتونو درناوې او د جمو و کشمیر د شخړې د حل لپاره ګټور اقدامات اړین دي۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي او په خاص توګه ملګري ملتونه بايد امن ته وده وركولو او ددې پخوانۍ شخړې دلاسه د ځپلې شوو وګرو حقونو تحفظ له خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير په حېث د پاكستاني حكومت لخوا د كشميري اولس د پرله پسې سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ پخلې كوم ٬ مونږ به د كشميري اولس جائز حقونو له غږ پورته كوو او نړۍ ته به دا مسئلې او اندېښنې په ډاګه كوو

مزید خبریں