د پاکستان د امریکې او  ایران تر مينځه د  ثالثۍ هڅې به کامیابېږي، د سېنېټ چئیرمین سیدیوسف رضا ګیلاني

ملتان۔ 26 اکتوبر (اے پي پي)د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني هيله څرګنده كړې  ده چې د  پاکستان د امریکې او ایران تر مينځه د  ثالثۍ  روانې هلې ځلې به كاميابي تر لاسه كوي ۔  ده ووئېل پاکستان په دې نازکه مرحله  د مفاهمت او مصالحت لپاره اپنا کردار ادا کوي  او  دعا ده چې دا  هڅې ګتورې ثابتې شي ۔ د ګل په ورځ د پخواني وفاقي وزیر …

ملتان۔ 26 اکتوبر (اے پي پي)د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني هيله څرګنده كړې  ده چې د  پاکستان د امریکې او ایران تر مينځه د  ثالثۍ  روانې هلې ځلې به كاميابي تر لاسه كوي ۔  ده ووئېل پاکستان په دې نازکه مرحله  د مفاهمت او مصالحت لپاره اپنا کردار ادا کوي  او  دعا ده چې دا  هڅې ګتورې ثابتې شي ۔ د ګل په ورځ د پخواني وفاقي وزیر ملک مختار اعوان  په مړينه  د غمرازۍ كولو نه پس میډیا ته ده ووئېل پاکستان د هند سره د شخړې په مهال د تحمل او  ذمه وارۍ په مظاهرہ کولو په نړۍ ثابته كړه چې هغه يو ذمه وار جوهري ریاست دے۔   د جنګ په مهال  د پاکستان طرز عمل نړۍ ته اوښودل  چې هېواد د صلاحیت لرونكې قیادت په لاسو كښې دے۔ ده ووئېل  پاکستان د تحمل څرګندونه كړې ، په ضرورت يې خپله  دفاع وكړه او  نړۍ ته يې د خپل صلاحيت احساس وركوو  ۔ پخواني وفاقی وزیر ملک مختار اعوان ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره  چیئرمین ووئېل هغه د پاکستان پیپلز پارټۍ زوړ ملګرے ؤ  او هغه د  صوبائي و وفاقي وزیر په حیث خدمات تر سره كړي  وو۔ حق رسېدلي خپل ټول ژوند ګوند لپاره وقف كړے ؤ  او د هغه  ځامن او نمسي هم  د پیپلز پارټي سره تړون لري  ۔د ګرانۍ په اړه د پوښتنې په ځواب  سید یوسف رضا ګیلاني ووئېل د ګرانۍ خلاف احتجاجي تحریکونه په اروپا كښې هم روان دي  د كومو نه چې ښكاري دا مسئله نورو هېوادونو ته هم ورمخې ته ده   ۔د سوئېلې  پنجاب صوبې جوړېدو په اړه د پوښتنې په ځواب ده ووئېل  پاکستان پیپلز پارټي په دې اړه د  زیات نه  زيات اتفاق پیدا کولو  له هڅه كړې  او د صوبې جوړولو لپاره يې  قراردادونه منظور کړي ۔ ګوند د  سینټ نه هم بل منظور کړے دے۔

مزید خبریں