د پاكستان په سعودي عربستان د حوثي توغنديزو بريدونو سخته غندنه

اسلام آباد۔26اکتوبر(اے پی پی) پاکستان په 24 اكتوبر 2026ﺀ په سعودي عربستان كښې د مكې مكرمې او مدينې منورې سيمو په شمول مقدس ځايونو ته نزدې سيمې د حوثي بېلسټك توغندو د لارې د هدف جوړولو سخته غندنه كړې ده۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې دا د غندنې وړ بريدونه د سعودي عربستان د خپلواكۍ او سيمه …

اسلام آباد۔26اکتوبر(اے پی پی) پاکستان په 24 اكتوبر 2026ﺀ په سعودي عربستان كښې د مكې مكرمې او مدينې منورې سيمو په شمول مقدس ځايونو ته نزدې سيمې د حوثي بېلسټك توغندو د لارې د هدف جوړولو سخته غندنه كړې ده۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې دا د غندنې وړ بريدونه د سعودي عربستان د خپلواكۍ او سيمه ييزې سلامتيا سنګينې خلاف ورزۍ او د مقدس ترين ځايونو او وګړو د سلامتيا  نظرانداز كولو مترادف دي۔ پاكستان سعودي عربستان سره د خپل نه كمزورې كېدونكي يووالي او مكه اتحاد سره د بشپړ پېوستون پخلي كولو سره ووئيل هغه به د كوم هم بهرني جارحيت خلاف د سعودي عربستان د سلامتيا ٬ استحكام او د حرمېن شرېفېن د تحفظ ملاتړ دوامدار ساتي۔ پاكستان بريدونه ناكامه كولو له د سعودي فضائي دفاعي ځواكونو چمتوالې او پېشه ور صلاحيت هم وستايلو۔

مزید خبریں