اسلام آباد۔26اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي د شهيد نائيك سېف علي جنجوعه هلال كشمير (نشان حېدر) په 78 مه كليزه ټول قام هغه ته د هغه په مړانه او زړورتيا پېرزوئنې وړاندې كوي۔ د ګل په ورځ د پي اېم آفس ميډيا و نګ لخوا د شهيد نائيك سېف علي جنجوعه هلال كشمير (نشان حېدر) په 78 مه كليزه جاري شوي پېغام كښی وزيراعظم ووئيل نائیک سېف …
قام نائيك سېف علي جنجوعه هلال كشمير (نشان حېدر) ته په ځانګړې مړانه او زړه ورتيا پېرزوئنې وړاندې كوي: وزیراعظم شهباز شریف

مزید خبریں
اسلام آباد۔26اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي د شهيد نائيك سېف علي جنجوعه هلال كشمير (نشان حېدر) په 78 مه كليزه ټول قام هغه ته د هغه په مړانه او زړورتيا پېرزوئنې وړاندې كوي۔ د ګل په ورځ د پي اېم آفس ميډيا و نګ لخوا د شهيد نائيك سېف علي جنجوعه هلال كشمير (نشان حېدر) په 78 مه كليزه جاري شوي پېغام كښی وزيراعظم ووئيل نائیک سېف علی جنجوعه شهيد په كال 1948 كښې د جنګ په مهال د بزدل دښمن مقابله زړورتيا سره وكړه۔ او د آزادۍ جنګ په مهال يۍ د شمېر او وسلې په غرور كښې د اخته دښمن بريدونه مړانې سره ناكامه كړل۔ د جنګ په مهال د ژوبل كېدو باوجود يۍ تر وروستۍ سلګۍ د پوځي ډلې مشري وكړه او آخر يۍ د شهادت درناوې ترلاسه كړو۔ ده ووئيل نائيك سېف علي جنجوعه د كشمير وادۍ د فرزند كېدو حق ادا كړو۔ د ده وېنا وه چې ټول د ټولو شهيدانو وطن سره د مينې جذبې ته سلام كوي۔ پروردګار دې د دوئي له لوړې درجې وركړي۔









