جمو وكشمير كښې د هند غاصب عسكرو  د داخلېدو ورځ به په ټول هېواد كښې د تورې ورځې په توګه لمانځلې شي: انجينئر امير مقام

اسلام آباد 26 اكتوبر  (اے پي پي) د كشمير و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي  د هند غېر قانوني تسلط  لاندې جمو وكشمير كښې د هند غاصب عسكرو د داخلېدو ورځ به په ټول هېواد كښې د تورې ورځې په توګه لمانځلې شي،پاكستان به د كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو هر ممكن مرسته روانه ساتي، د معركه حق نه پس دا هيله راپيدا شوه چې …

اسلام آباد 26 اكتوبر  (اے پي پي) د كشمير و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي  د هند غېر قانوني تسلط  لاندې جمو وكشمير كښې د هند غاصب عسكرو د داخلېدو ورځ به په ټول هېواد كښې د تورې ورځې په توګه لمانځلې شي،پاكستان به د كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو هر ممكن مرسته روانه ساتي، د معركه حق نه پس دا هيله راپيدا شوه چې كشميريانو ته به د خپلواكۍ حق ضرور ترلاسه كيږي۔د كشمير مسئله بايد د كشميريانو د هيلو او ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې حل كړې شي۔د ګل په ورځ كشمير كونسل كښې د كل جماعتي حريت كانفرنس آزاد كشمير كنوينئر غلام محمد صفي او صلاحكار شبير عثماني سره خبري كنفرنس ته وينا كښې امير مقام ووئيل 27 اكتوبر د كشمير په تاريخ كښې توره ورځ ده،كله چې د كشميريانو د خوښې نه غير كشمير كښې د هند قابض عسكر داخل شول، د څو لسيزو  ظلم و ستم باوجود كشميريان د خپلواكۍ خپل حق څخه په شا شوي نه دي،هند د لسيزو راهسې په كشمير غير قانوني تسلط قائم ساتلے ،د بشري  حقونو سختي خلاف ورزۍ اوس هم رواني دي، ده ووئېل د ټولو ظلمونو باوجود د آزادۍ جذبه قائم و دائم ده،كشميريان چې څومره هم زورولې كيږي دومره د هغوي جذبه زياتيږي،هند په كال 2019 كښې د حق وركولو په ځائے په آئين كښې  د شته حق څخه په ترميم كولو سره  هغوي محروم كړل ،دا ځكه چې كشمير ډيموګرافي بدلولو لپاره دا ګام پورته شوے۔ده ووئيل د كشمير شخړه د هر پاكستاني په زړونو كښې ژوندۍ ده،پاكستان به د هغوي هر ممكن مرسته روانه ساتي او دا به د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د حق تر ترلاسه كيدو دوامداره ساتلې شي۔ده ووئيل ملګرو ملتونو ته هم غږ كوو چې د كشميريانو له بنيادي حق وركړي۔د يوې پوښتني په ځواب ده ووئيل د كالعدم ايكشن كمېټۍ جائز او  د اولسي نوعيت په غوښتنو هغوي سره څو واري خبرې شوي،د هغوي جائز غوښتنې منلې شوي خو هغوي ټاكلے حكومت نه مني،د اليكشن نه كولو خبره كوي،زياتره وكړي پاكستان سره مينه لري،احتجاج د كومي مسئلې حل نه دے،ځكه هغوي ته وايو چې احتجاج ختم كړي او خبرو اترو ته كېني ۔

مزید خبریں