اسلام آباد۔26اکتوبر(اے پی پی) ولسمشر آصف علي زرداري نائیک سېف علي جنجوعه شهید، هلال کشمیر (نشان حیدر) ته د هغه د 78 مې کلیزې په مناسبت د درناوي په ترڅ کښې ویلي دي د کشمیر د فرزند ، نائیک سیف علي جنجوعه شهید ځانګړې قرباني او تاریخي زړورتیا به د ټول ملت لپاره د ویاړ سرچینه وي او زموږ د راتلونکو نسلونو لپاره به د لارې مشال پاتې وي۔ د …
د ولسمشر آصف علي زرداري نائيك سېف علي جنجوعه شهيد ته په 78 م تلين پېروزئنې

مزید خبریں
اسلام آباد۔26اکتوبر(اے پی پی) ولسمشر آصف علي زرداري نائیک سېف علي جنجوعه شهید، هلال کشمیر (نشان حیدر) ته د هغه د 78 مې کلیزې په مناسبت د درناوي په ترڅ کښې ویلي دي د کشمیر د فرزند ، نائیک سیف علي جنجوعه شهید ځانګړې قرباني او تاریخي زړورتیا به د ټول ملت لپاره د ویاړ سرچینه وي او زموږ د راتلونکو نسلونو لپاره به د لارې مشال پاتې وي۔ د ايوان صدر د رسنیو څانګې لخوا خپره شوې اعلامیې له مخې ولسمشر ووئيل د ټول قام لخوا نائیک سېف علي جنجوعه شهید، (هلال کشمیر) ته د هغه 78 مې کلیزې په مناسبت د خپل اولس لخوا درناوې وړاندې كوم۔ ولسمشر ووئيل نائیک سیف علي جنجوعه شهید د کشمیر د آزادۍ جننګ كښې د دښمن هغه سخت برید چې څو چنده زیات و او اضافي وسائل يۍ لرل په لیوالتیا او زړورتیا سره شنډ کړ۔ ولسمشر ووئيل نائیک سېف علی جنجوعه د وطن په حرمت ځان قرباني كولو سره د زړه ورتيا عظيم داستان رقم كړ۔ ولسمشر ووئيل د کشمیر د فرزند ، نائیک سیف علي جنجوعه شهید ځانګړې قرباني او تاریخي زړورتیا به د ټول ملت لپاره د ویاړ سرچینه وي او زموږ د راتلونکو نسلونو لپاره به د لارې مشال پاتې وي۔ هغه زياته كړه چې پاكستان به تل د خپلو شهيدانو مقروض پاتې وي۔ د قوم دا عظيم فرزندان د آزادۍ ٬ خپلواكۍ او قامي سلامتيا مضبوط بنياد دي۔










