اسلام آباد۔25اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم په ټول هیواد كښې د سركاري ښوونځیو او مدرسو 5 لكه باصلاحیته زده کونکو ته د کروم بكس ورکولو اعلان كولو سره وئيلي دا زده کونکي به د عصري اړتیاو سره سمون ولري او د هیواد په پرمختګ او سوکالۍ کښې به رول ولوبوي۔ دوه كاله كښې به 5 لكه زده كونكو ته دا كروم بكس ورسولې شي۔ د اتوار په ورځ دلته په کنونشن …
وزيراعظم د سركاري ښوونځیو او مدرسو 5 لكه باصلاحیته زده کونکو ته د کروم بكس ورکولو اعلان وکړ٬ دا زده کونکي به د عصري غوښتنو له مخې د هیواد پرمختګ او سوکالۍ کښې رول ولوبوي: شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد۔25اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم په ټول هیواد كښې د سركاري ښوونځیو او مدرسو 5 لكه باصلاحیته زده کونکو ته د کروم بكس ورکولو اعلان كولو سره وئيلي دا زده کونکي به د عصري اړتیاو سره سمون ولري او د هیواد په پرمختګ او سوکالۍ کښې به رول ولوبوي۔ دوه كاله كښې به 5 لكه زده كونكو ته دا كروم بكس ورسولې شي۔ د اتوار په ورځ دلته په کنونشن سنټر اسلام آباد كښې د ګرد هېواد ښوونځيو او مدرسو 5 لكه باصلاحيته زده كونكو هلكانو او انجونو ته د كروم بكس او انټرنېټ وركولو اجراﺀ په موقع خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل په دستوره كښی غېر ملكي مېلمانه هم موجود دي مونږ هغوي ته تود هركلې وايو۔ وزیراعظم ووئيل يوازې د قابليت په بيناد د زده كونكو ترمينځه دا كروم بكس وېشلې شي۔ دې سره سره هغوي ته كروم بكس او كتابونو لپاره بېګ او انټرنېټ وائي فائي هم وركولې شي دغسې چې هغوي كور كښې پاتې كېدو سره اي كتابتون څخه استفاده وكړې شي۔ ده ووئيل په تېر وخت كښې د مسلم ليګ نون به دور كښې د نواز شريف په مشرۍ كښې د ګلګت بلتستان او آزاد كشمير په شمول د ګرد هېواد 6 لكه ځوانانو ته د قابليت او مېرټ په بنياد لېپ ټاپ وركړې شوي وو۔ ده په دې مهال د ټوكيو كيئر فاؤنډېشن باني راشد منهاس او د هغه د ډلې مننه وكړه كومې چې دا كروم بكس عطيه كړل۔ وزيراعظم ووئيل څو ورځې وړاندې مونږ په اسلام آباد كښې د دانش سكول پرانسته وكړه ٬ په ګرد هېواد كښې 27 دانش سكولونه جوړولې شي۔ چرته به چې كوچنيانو ته غوره خوراك او د استوګنې آسانۍ وركولې شي۔ وزیراعظم ووئيل فاټا سره تعلق لرونكي طالب علم سید شمس رضا دلته خپله كيسۍ وكړه د چا پلار چې شهيد كړے شوے و۔ دې ماشوم په مخ د حالاتو سپېړې وخوړلې۔ خو هغه بيا هم همت كوي او يو د وياړ وړ پاكستانې جوړېدل غواړي او د هېواد او قام د خذمت جذبه لري۔ دغسې د ګلګت بلتستان يوې زده كونكې عالمه مهک صابر ګټورې خبرې وكړې۔ وزيراعظم ووئيل د كووډ په زمانه كښې چې مونږ كومو زده كونكو ته لېپ ټاپ وركړل هغه د هغوي زده كړو لپاره ګټور ثابت شول۔ هغوي قابل ډاكټران ٬ انجينئران او پروفېشنل جوړ شول۔ په دې موقع دستورې ته د وزیراعظم یوتھ پروګرام چیئرمېن رانا مشهود خپل خطاب كښې ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف دا خوب پاتې شوې دې چې ځوانانو له عزمت وركړې شي ٬ د سباؤن د معمارانو ډاډګيرنه وكړی شي۔ ده ووئيل د ټي ټي كيئر لخوا د 5 لكه كروم بكس عطيه ډيجيټل سهولت پلو يو مهم ګام دے۔ ده ووئيل يو نېټ كنېكشن څخه به نور 5 كوچنيان هم ګټه پورته كولې شي۔ د زده كړو وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي ووئيل پاكستان بدلېدونكو تعليمي غوښتنو ته پام كولو سره ځوانانو لپاره اقدامات كوي٬ په تېر يو كال كښې پاكستان د څو لسيزو سفر كړې دې۔ نړيوالې تنهايۍ څخه وتلو سره په منطقه كښې د ثالث كردار ترسره كوونكي هېواد مقام ته رسېدلې دې۔ د دستورې په مهال د اسلام آباد يوې چټك ډلې زده كونكو ته سلامي وكړه او د ”پانچ لاکھ کروم بک، پانچ لاکھ خواب” په سرخط يوه سندره هم وړاندې كړې شوه۔










