حكومت نجي څانګې سره په ګډه  معاشي هلو ځلو ته وده وركولو او كاروبار لپاره د غوره چاپېريال رامخې ته كولو هڅې كوي: وزيراعظم شهباز شريف

لاهور۔25اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم  شهباز شريف وئيلي دي حكومت نجي څانګې سره په ګډه  معاشي هلو ځلو ته د ودې وركولو او كاروبار لپاره د غوره چاپېريال رامخې ته كولو هڅې كوي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم دا خبره د لاهور چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري صدر علي حسان اصغر سره ملاقات كښې وكړه۔ په ملاقات كښی د هېواد په  مجموعي معاشي …

لاهور۔25اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم  شهباز شريف وئيلي دي حكومت نجي څانګې سره په ګډه  معاشي هلو ځلو ته د ودې وركولو او كاروبار لپاره د غوره چاپېريال رامخې ته كولو هڅې كوي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم دا خبره د لاهور چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري صدر علي حسان اصغر سره ملاقات كښې وكړه۔ په ملاقات كښی د هېواد په  مجموعي معاشي صورتحال ٬ تجارت ته په وده وركولو ٬ صنعتونو ته  په پېښو ستونزو او كاروباري ورولۍ ته آسانۍ وركولو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه  وشوه۔ په ملاقات كښې د ملازمت موقعې زياتولو او تجارتي هلو ځلو ته پراختيا وركولو له د همكارۍ په اهميت زور راوړلې شو۔ د لاهور چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري  صدر وزیراعظم كاروباري ورورولۍ ته د پیښو مسئلو او ددې حل كولو له وړاندېزونو څخه خبر كړو۔ علی حسام د حكومتي معاشي پالېسيو ستاينه وكړه۔ ده پېداوار زياتولو له د عمل وړ تجويزونه هم وړاندې كړل۔ وزيراعظم د وړاندې كړې شوو تجويزونو جاج اغستلو له كمېټي تشكيل كړه۔ په ملاقات كښی د اطلاعاتو وفاقي وزير عطا تارړ هم موجود و۔

مزید خبریں