د انفارمیشن ګروپ سیکرټریز فورم تر سیوري لاندې سیمینار؛ د وېناوالو لخوا د اسلامي هېوادونو ترمنځ په یووالي او دفاعي همکارۍ ټینګار

اسلام آباد۔24اکتوبر(اے پی پی) د انفارمېشن ګروپ سیکرټریز فورم (اېف آئي جي اېس)تر سېوري لاندې تابيا شوي سیمینار كښې وېناوالو د اسلامي هېوادونو ترمنځ په اتحاد او دفاعي همکارۍ ټینګار كولو سره خبردارې وركړې دې چې د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ مخ په زیاتیدونکی تاوتریخوالی د یوې لویې سیمه ییزې جګړې سبب جوړېدې شي او دې سره د پاكستان په خارجه پالېسۍ او امنيت ژورې اغېزې مرتب كېدې شي۔ …

اسلام آباد۔24اکتوبر(اے پی پی) د انفارمېشن ګروپ سیکرټریز فورم (اېف آئي جي اېس)تر سېوري لاندې تابيا شوي سیمینار كښې وېناوالو د اسلامي هېوادونو ترمنځ په اتحاد او دفاعي همکارۍ ټینګار كولو سره خبردارې وركړې دې چې د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ مخ په زیاتیدونکی تاوتریخوالی د یوې لویې سیمه ییزې جګړې سبب جوړېدې شي او دې سره د پاكستان په خارجه پالېسۍ او امنيت ژورې اغېزې مرتب كېدې شي۔ په پاکستان کښې د ایران سفیر، ډاکټر رضا امیري مقدم وویل چې د ایران او امریکا ترمنځ ستونزې د لسیزو راهیسې د بندیزونو او د ایران د اتومي پروګرام د اختلافاتو نتيجه ده۔ هغه ټینګار وکړ چې د ایران اتومي پروګرام د سوله ییزو موخو لپاره دې او ایران د بهرنیو فشارونو سره سره په خپلو خپلواکو پالیسیو ولاړ دې۔ نوموړي د فلسطین د مسئلې او د اسراییلو د تګلارو مخالفت هم د تاوتریخوالي اصلي سببونه وبلل۔ پخواني سفیر اشرف جهانګیر قاضي وویل چې پاکستان په وړاندېز شوي “مکه ګډ دفاعي تړون” کښې د ایران د ممکنه ګډون په اړه له سفارتي ننګونو سره مخ دې۔ که دا تړون د ایران په زیان وګڼل شي، د پاکستان لپاره به ستونزمنه وي، ځکه اسلام اباد د ایران او عربي هېوادونو دواړو سره د پام وړ ښې اړیکې لري۔ سفير انعام الحق د اسلامي هېوادونو دفاعي همكاري د ايراني په شمول نورو اسلامي رياستونو ته د پراخه كولو حاجت زور راوړلو سره ووئيل خپله منځه همكاري زياتولو سره د سيمې ييزو چېلنجونو مبارزه او د اسلامي نړۍ ترمينځه د شخړو په مخنيوي كښې مرسته ترلاسه كېدې شي۔ لېفټېننټ جنرل (ر) خالد نعیم لودھی ووئيل امريكا او اسرائيل ايران سره په شخړه كښی په خپل مقصد ناكام پاتې شوي دي۔ هغه په پاكستان زور راوړو چې ايران سره ښې اړيكې په ځاې وساتي او په بېلو محاذونو د سلامتيا په چېلنجونو كښې نختلو نه بچ كېدو لپاره د لوظنامو د ممكنه اثراتو جاج واخلي۔ په سيمينار كښې د اطلاعاتو او خپرونو پخواني وفاقي سېكرټري اشفاق احمد ګوندل د فورم آف انفارمېشن ګروپ سېكرټريز (اېف آئی جی اېس )اېګزېكټو ډائرېكټر شفقت جليل د سېمينار د انتظامي چارو نګراني وكړه۔ په سېمينار كښې پارليماني غرو ٬ د انفارمېشن ګروپ افسرانو ٬ سول سرونټس ٬ سفارت كارانو او د ميډيا استازو ګډون وكړو۔

مزید خبریں