اسلام آباد۔24اکتوبر(اے پی پی) د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سېدال خان ناصر د ملګرو ملتونو نړيوالې ورځې په موقع د ملګرو ملتونو د منشور اصولو سره د پاكستان د پېوستون پخلي كولو سره وئيلي دي چې نړیوال امن، د شخړو سوله ییز حل او نړیوالې همکارۍ ته وده ورکولو له ګډې هڅې اړینې دي۔ د خالي په ورځ د ملګرو ملتونو نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښې سېدال خان …
نړیوال امن په ځاې كولو، شخړې په سوله ييز ډول حل كولو او همکارۍ ته وده ورکولو له به په ګډه هڅې كول وي:د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن

مزید خبریں
اسلام آباد۔24اکتوبر(اے پی پی) د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سېدال خان ناصر د ملګرو ملتونو نړيوالې ورځې په موقع د ملګرو ملتونو د منشور اصولو سره د پاكستان د پېوستون پخلي كولو سره وئيلي دي چې نړیوال امن، د شخړو سوله ییز حل او نړیوالې همکارۍ ته وده ورکولو له ګډې هڅې اړینې دي۔ د خالي په ورځ د ملګرو ملتونو نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښې سېدال خان ناصر ووئيل چې ملګري ملتونه د نړيوال امن اوسلامتيا په ځائې كولو ٬ د بشري حقونو تحفظ او د تلپاتي پرمختګ ته وده وركولو له يو مهم نړيوال پلېټ فارم دے۔ ده وسله والې شخړې ٬ موسمياتي بدلون ٬ بې وزلي او بشري بحرانونو په شمول په نړيواله كچې پېچلې چېلنجونه نظر كښې نيولو سره د ملګرو ملتونو كردار لا زيات مهم شوې دې۔ د نړيوالو مسئلو حل لپاره د هېوادونو ترمينځه مكالمه ٬ دوه اړخيزه باور او همكارۍ ته وده وركول زيات ضروري دي۔ ده ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو به باني غړو كښې شامل دې او تل يۍ په سوله ډول يو بل سره د پاتې كېدو ٬ د رياستونو د خپلواكۍ او دشخړو د سوليز حل اصولو ملاتړ يۍ كړی دې۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د ملګرو ملتونو نړيواله ورځ هر كال په 24 اكتوبر لمانځلې شي۔ دا ورځ په 24 اكتوبر 1945 د ملګرو ملتونو د منشور عملي كېدو ياد راكوي چې په نتيجه كښی يۍ د ملګرو ملتونو اداره جوړه شوه او نړيوال امن او همكارۍ ته وده وركولو سره د يوې شريكې نړيوالې ادارې بنياد كېښودلې شو۔










