اسلام آباد۔24اکتوبر (اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري امن ٬ انصاف ٬ بشري وقار او د نړيوالې همكارۍ اصولو سره د پېوستون پخلي كولو سره وئيلي دي ملګري ملتونه امن ته وده وركولو او شخړې ختمولو له مهم پلېټ فارم دې۔ د پارليماني چارو وزارت لخوا د ملګرو ملتونو نړيوالې ورځې په موقع خپل خصوصي پېغام كښې ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل د ملګرو …
ملګري ملتونه نړيوال امن ته وده وركولو او شخړې ختمولو له مهم پلېټ فارم دې: طارق فضل چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد۔24اکتوبر (اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري امن ٬ انصاف ٬ بشري وقار او د نړيوالې همكارۍ اصولو سره د پېوستون پخلي كولو سره وئيلي دي ملګري ملتونه امن ته وده وركولو او شخړې ختمولو له مهم پلېټ فارم دې۔ د پارليماني چارو وزارت لخوا د ملګرو ملتونو نړيوالې ورځې په موقع خپل خصوصي پېغام كښې ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل د ملګرو ملتونو د لارې مكالمې سره د شخړو حل او د بشري حقونو تحفظ ممكن دې۔ ده ووئيل نړۍ مخ په زياتېدونكو شخړو او بشري بحرانونو سره مخ ده۔ ده ووئيل نن ګڼ اړخيزه همكارۍ ته د تېر وخت په مقابله كښې زياته اړتيا ده۔ طارق فضل چوهدری ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو چارټر سره ژور تړون لري او په سوليز ډول يو بل سره د پاتې كېدو ٬ د نړيوال قانون د احترام او د خپلواكۍ حق ملاتړ كوي۔ وفاقی وزیر ووئيل مونږ له به په ګډه يوه داسې نړۍ جوړولو له كار كول وي چرته چې امن غالب وي٬ انصاف قائم وي او هر يو وګړي ته وقار او تحفظ سره د ژوند كولو حق ترلاسه وي۔









