اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي پاکستان نن د پوليو نړيوالي ورځ په موقع د نړۍ سره په ګډه د دې عزم پخلے كوي چې د دې رنځ تر بشپړه ختمولو به د رنځ په ضد جنګ دوامداره ساتلے شي۔د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د پوليو مخنيوي نړيوالي ورځ په موقع په خپل پیغام كښې وزیراعظم …
پاکستان به د پولیو تر بشپړه ختمولو د دې رنځ خلاف جنګ دوامدار ساتي۔ د وزیراعظم محمد شهباز شریف د پولیو مخنيوي نړيوالي ورځ په موقع پیغام

مزید خبریں
اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي پاکستان نن د پوليو نړيوالي ورځ په موقع د نړۍ سره په ګډه د دې عزم پخلے كوي چې د دې رنځ تر بشپړه ختمولو به د رنځ په ضد جنګ دوامداره ساتلے شي۔د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د پوليو مخنيوي نړيوالي ورځ په موقع په خپل پیغام كښې وزیراعظم ووئيل پاکستان لپاره دا ورځ خاص اهميت لري ځكه چې مونږ هغه څو هېوادونو كښې شامل يو كوم چې د دې رنځ بشپړه ختمولو هدف سر كولو له چمتو دي۔سږ كال د پوليو مخنيوي نړيوالي ورځ ’’ يوه ورځ ، يو مقصد: د پولیو بشپړه ختمول ‘‘ په سرخط لمانځلې كيږي۔ ده ووئېل دا سرخط د دې رنځ په ضد د شريكو هڅو اهميت رامخې ته كوي۔وزیراعظم ووئيل وفاقی و صوبائی او ضلعي حکومتونو او انتظامیې ټولو اړوندو ادارو د خپل وياړ وړ نړيوالو شراکت دارو په مرسته د پولیو مخنيوي په مشن عمل كوي، دې مقصد باوري كولو لپاره ټول موجود وسائل كارولې كيږي۔وزیراعظم ووئيل پاکستان د نړيوالي ورورولۍ د پوليو مخنيوي لپاره معاونت ته د قدر په سترګه ګوري،د پوليو مخنيوي نړيوال اقدام ،عطیه وركوونكو او د نړيوالو شراکت دارو پرله پسې مرسته د پاکستان د پوليو مخنيوي هڅو كښې بشپر كردار ترسره كوي، ده ووئېل د پولیو وائرس خپريدو مخنيوي او پوليو څخه پاك قامی سباؤن لپاره دا معاونت زيات موثر دے،راځئ چې د پوليو څخه پاك سباؤن لپاره قامی عزم سره په ګډه كار وكړو









