استنبول 23 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د 6م آر فور خارجه وزيرانو غونډه كښې ګډون وكړو چې پكښې د حوثیانو د بريدونو غندني سره د سعودي عرب د خپلواكۍ او سيمه ايزي سلامتيا د مرستې پخلے وشو۔د جمعې په ورځ د خارجه دفتر نه جاري شوي بيان له مخې نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار استنبول كښې …
نائب وزیراعظم اسحاق ډار په 6م آر فور خارجه وزيرانو غونډه كښې ګډون،د سعودی عرب د خپلواكۍ او سيمه ايزي سلامتيا د مرستې پخلے

مزید خبریں
استنبول 23 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د 6م آر فور خارجه وزيرانو غونډه كښې ګډون وكړو چې پكښې د حوثیانو د بريدونو غندني سره د سعودي عرب د خپلواكۍ او سيمه ايزي سلامتيا د مرستې پخلے وشو۔د جمعې په ورځ د خارجه دفتر نه جاري شوي بيان له مخې نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار استنبول كښې د 6م آر فور خارجه وزيرانو غونډه كښې كډون وكړو۔په غونډه كښې د تركيه خارجه وزير حاقان فیدان، د سعودي عرب خارجه وزير شهزادہ فیصل بن فرحان آل سعود او د مصر خارجه وزير ډاكټر بدر عبدالعاطی هم ګډون وكړو۔خارجه وزيرانو په نیویارك كښې شوي خپلي تيري غونډې نه پس د سيمه ايز پیش رفت جاج واخست چې پكښې د مينځني ختيز صورتحال او په دې اړه امنيتي چيلنجونو ته پام لرنه وشوه ۔خارجه وزيرانو د سعودی عرب سره د يووالي څرګندوني سره د هغوي د خپلواكۍ او سيمه ايزي سلامتيا لپاره د مرستې پخلے وكړو۔ دوي سعودي عرب په نخښه كوونكو حوثي بريدونو غندنه وكړه او د رياستونو د خپلواكۍ د احترام په اهميت ئې زور راوړو۔په غونډه كښې سيمه ايزې رابطه كاري قوي كولو او د تل پاتي امن، سلامتیا او استحکام ودې لپاره سفارتی هڅو مخ په وړاندې بوتللو تګلارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔










