برلن 23 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د پاکستان او المان ترمېنځه موجوده سياسي، اقتصادي او دفاعي مرستې ته لا پراختيا وركولو لپاره د شته امكانات څخه د بشپړه استفادې په ضرورت زور راوړے دے٬ ده د معيشت او تجارت، جديد ټيکنالوجيز، موسمياتي بدلون مخنيوي صلاحيت، د هنرمندۍ وده او اولسي او كلتوري تبادلو ته خاص پام كولو په اهميت رڼا واچوله۔ د جمعې په ورځ …
صدر آصف علي زرداري د المان صدر فرېنك والټر شټائن مائر سره وليدل، د پاکستان او المان ترمېنځه مضبوطې٬ ګټورې شراکت دارۍ لپاره دوه اړخيزه مرستې ته په جامع ډول پراختيا وركولو زور

مزید خبریں
برلن 23 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د پاکستان او المان ترمېنځه موجوده سياسي، اقتصادي او دفاعي مرستې ته لا پراختيا وركولو لپاره د شته امكانات څخه د بشپړه استفادې په ضرورت زور راوړے دے٬ ده د معيشت او تجارت، جديد ټيکنالوجيز، موسمياتي بدلون مخنيوي صلاحيت، د هنرمندۍ وده او اولسي او كلتوري تبادلو ته خاص پام كولو په اهميت رڼا واچوله۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت دا خبره په برلن كښې د المان صدر فرېنك والټر شټائن مائر سره په ملاقات كښې كړې۔ صدر آصف علي زرداري د المان صدر په بلنه وركولو او د خپل پلاوي په تود هركلي او مېلمستيا مننه وكړه۔ ده ووئيل دا دوره المان سره د پاکستان د اوږدې مودې اړيكو د لا ژورولو د عزم عكاس ده۔ ده د دې خبرې څرګندونه وكړه چې پاکستان د مسلسل ګټورو روابطو د لارې موجوده اړيكو لا مضبوطولو ، مستحکمې او په شريكه ګټه اډانه شراكتدارۍ بدلولو له چمتو دے۔ صدر مملکت د دې مهمې دورې ستائنې كولو سره ووئيل دا د 23 كالو دمې نه پس كېږي كومه چې د دوارو هېوادونو اړيكو كښې د يو مهم باب حېثيت لري۔ ده ووئيل سږ كال د دواړو هېوادونو د سفارتي اړيكو 75مه سالګره هم لمانځلې كېدونكې ده۔ ده ووئيل پاکستان المان په اروپا كښې خپل مهم شراكتدار ګڼي او مېرمنې اختيار مندې كولو، سماجي تحفظ او د انساني ترقۍ په څانګو كښې د المان معاونت ته په درنه سترګه ګوري۔ صدر مملکت د امريکې او ايران په شخړه كښې د پاکستان د مخلصانه ثالثۍ کردار د المان لخوا په اعتراف د صدر فرېنك والټر شټائن مائر مننه وكړه۔ ده ووئيل پاکستان سيمه ايز او نړيوال امن و استحكام په ګټه د شخړو هواري لپاره په مسلسل مکالمه او ګټورو خبرو باور لري۔ د المان صدر فرېنك والټر شټائن مائر د پاکستان او المان ترمېنځه د سفارتي اړيكو په 75مه سالګره د صدر آصف علي زرداري د دورې په المان كښې تود هركلے وكړو٬ هغه په دې وروستيو كښې په پېښور كښې د سكول بام غورځېدو د افسوس وړ په پېښه كښې د ماشومانو په مړينه د غمرازۍ څرګندونه هم وكړه۔ هغه دا هيله څرګندونه كړه چې پاکستان او المان به دوه اړخيزه کاروباري هلو ځلو ته وده، د تعليم په څانګه كښې مرستې او تکنيکي اشتراك مخ په وړاندې بوتللو لپاره د کاروبار او تجارت په څانګو كښې لا موثره هڅو سره روابط روان ساتي ۔ د المان صدر سيمه ايزو او د نړيوالو شخړو هواري كښې د پاكستان د زيات شوي سفارتي كردار ستائنه وكړه۔ صدر فرېنك والټر شټائن مائر المان ته بېرته د ستنوٶنكو 500 افغان وګړو د تصدق په عمل كښې په سهولت كولو د پاكستان د حكومت ستائنه وكړه۔ هغه د تېرو څلورو لسيزو نه د زياتې مودې راهسې د لكهونو په شمېر د افعانانو د انساني خواخوږۍ په بنياد په مرسته كولو هم د پاكستان ستائنه وكړه۔ دواړو مشرانو د افغانستان په اړه په چيلنجز هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ صدر آصف علي زرداري واضحه كړه چې پاکستان افغانانو سره شخړه نه لري خو پاكستان به ترهګرو ته افغان خاوره كارولو سره په پاکستانو وګړو د بريدونو او د هېواد د خپلواكۍ د خلاف ورزو اجازه ورنه كړي۔ د المان صدر د خاص خوښی په ځواب كښې صدرآصف علي زرداري ووئيل د مكه دفاعي لوظنامې مقصد سيمه ايزه سلامتيا باوري كول دي٬ دا لوظنامه د سيمه ايزو شخړو په ځائے سيمه ايزې سلامتيا لپاره يوه متبادل لاره وركوي او د كوم خاص هېواد په ضد نه ده۔ صدرآصف علي زرداري چې د المان صدر ته د پاکستان دورې بلنه وركړه نو په دې د المان صدر ووئيل زه په به مناسب وخت د پاکستان دوره كوم٬ د پلاوي نه غېر ملاقات نه پس د دواړو مشرانو ترمېنځه د پلاويو په كچه هم خبرې وشوې ۔ د پاکستان په پلاوي كښې د سندھ وزيراعليٰ مراد علي شاه، صوبائي وزيران شرجيل مېمن او جام خان شورو، سينيټر سليم مانډوي والا او په المان كښې د پاکستان سفير سلمان شريف شامل وو۔ د دې نه وړاندې د المان دفاع وزارت كښې صدر مملکت آصف علي زرداري ته ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو ٬ په دې موقع د المان صدر فرېنك والټر شټائن مائر هم موجود ٶ۔









