پينډۍ 23 اکتوبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو ضلع ګوادر او د پاك ايران په بارډر کراسنګ د هند په سرپرستۍ كښې د كار كونكي ډلي ’’فتنه الهندوستان‘‘ لوي بريد شنډولو سره کارروائي كښې د يوې ميرمن پشمول لس ترهه ګر وژلي دي۔د ترهه ګرو په ډزو كښې يو وګړے شهيد شوے۔آئي ايس پي آر له مخې په 22 اکتوبر 2026 د هند په سرپرستۍ كښې كار كوونكو د ’’فتنه …
ګوادر كښې د هند په سرپرستۍ كښې د ترهه ګرۍ لويه هڅه شنډ كړې شوه ،د ميرمن پشمول 10 ترهه ګر ووژل شول،يو وګړے شهيد شو ۔آئي اېس پي آر

مزید خبریں
پينډۍ 23 اکتوبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو ضلع ګوادر او د پاك ايران په بارډر کراسنګ د هند په سرپرستۍ كښې د كار كونكي ډلي ’’فتنه الهندوستان‘‘ لوي بريد شنډولو سره کارروائي كښې د يوې ميرمن پشمول لس ترهه ګر وژلي دي۔د ترهه ګرو په ډزو كښې يو وګړے شهيد شوے۔آئي ايس پي آر له مخې په 22 اکتوبر 2026 د هند په سرپرستۍ كښې كار كوونكو د ’’فتنه الهندوستان‘‘ترهه ګرو ضلع ګوادر كښې په ګبد بارډر کراسنګ او ګوادر ښار كښې د ترهه ګرۍ کارروائيو هڅه كړې۔دغه سيمي په نخښه كولو سره ترهه ګرو په اصل كښې هغه وګړو ته زيان رسول غوښتل كومو چې د نمائندګۍ هغوي د دروغو ادعا كوله۔د هغوي مقصد د بلوچستان پرمختګ او سوكالۍ لاره كښې خنډان راولاړول وو۔ د ځائې ودانۍ تحفظ او سيمه د ترهه ګرو څخه پاكولو لپاره امنيتي ځواكونو د ګوادر ښار او شا او خوا كښې کليئرنس آپريشنز پيل كړے۔ د بيلو نښتو په مهال امنيتي ځواكونو رياستي عملدارۍ ته زيان رسولو او ګمراه كونكې ايجنډا خپرولو په اړه د ترهه ګرو ناوړه عزائم شنډ كړل ۔په يو بل ډزو كښې د يوې ترهه ګري ميرمن پشمول لس ترهه ګر ووژل شول ۔د ترهه ګرو د بريدونو په مهال يو وګړے شهيد شوے دغسې ځيني ګاډو ته زيان رسيدلے۔ د امنيتي ځواكونو كوم زيان نه غير دا عمليات په کاميابۍ سره بشپړ كړي چې په نتيجه كښې ئې امن و امان او د رياست عملداري بحال شوي۔آئي اېس پي آر ووئيل په دې بريد كښې يوه بلوڅه په زبردستۍ سره ككړ كول نه يواځې د رياست په ضد لوئ جرم دے بلكه د بلوڅو ميرمنو په حرمت هم نيغ په نيغه بريد دے۔دا اقدام د ترهه ګرو د اړخه اولسي جذبات راپارولو او خپل د اړي ګري كمپائن ته د دروغو تقدس وركولو لپاره بلوڅ ميرمن د پراپيګنډې په توګه د وسلې استعمالولو ناوړه مخ په ډاګه كوي۔دا ډول چالونه د بلوڅيانو او روايات په ضد دي ځكه ميرمنو ته لوئ عزت و تکريم ترلاسه دے۔ د بلوچستان نر اولس په خپل نوم وينه بهيونكي عمر له رد كړي او هغوي به دا دهوكه هم په ښه ډول په ډاګه كړي۔آئي ايس پي آر ووئيل د نېشنل ايکشن پلان وفاقي اپيکس کمېټۍ منظور شوي وژن ’’عزم استحکام‘‘ ترمخه د ترهه ګرۍ مخنيوي كمپائن به په بشپړ قوت سره روان وي۔










