اسلام آباد۔23اکتوبر(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د پاكستان او مالديپ ترمنځه دوه اړخيزه تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ سېلګرۍ او كاروباري تړون ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي د دواړو هېوادونو ترمنځه د ملګرتیا د پخوانیو اړیکو په پیاوړې اقتصادي همکارۍ د بدلولو پراخ فرصتونه شتون لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ د پاکستان مالدیپ بزنس فورم اختتامي …
د پاکستان او مالدیپ د ملګرتیا پخوانیو اړیکو په پیاوړې اقتصادي همکارۍ د بدلولو پراخ فرصتونه موجود لري: جام كمال خان

مزید خبریں
اسلام آباد۔23اکتوبر(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د پاكستان او مالديپ ترمنځه دوه اړخيزه تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ سېلګرۍ او كاروباري تړون ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي د دواړو هېوادونو ترمنځه د ملګرتیا د پخوانیو اړیکو په پیاوړې اقتصادي همکارۍ د بدلولو پراخ فرصتونه شتون لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ د پاکستان مالدیپ بزنس فورم اختتامي غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ جام كمال خان ووئيل پاكستان د مالديپ د مخ په زياتېدونكو د ماركيټ حاجتونو ترسره كولو صلاحيت لري۔ د سېلګرۍ په څانګه كښې د همكارۍ امكانات په ډاګه كولو سره وفاقي وزير په نړيواله كچه د مالديپ د خدمات معيار وستائېلو۔ ده ووئيل د پاكستان د سېلګرۍ صنعت د مالديپ تجربې څخه استفاده كولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل ماركيټونو ته رسنه زياتولو او تجارت لا آسانولو له سمندري او فضائي رابطې ضروري دي۔ ده ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې حكومت كاروباري چاپېريال ښه كولو ٬ د محصولات نظام آسانولو ٬ صنعتونو لپاره د توان لګښت كمولو ٬ برآمدي مالي مرسته زياتول او د درآمدات او برآمدات تګلارې آسانولو له اصلاحات معارفي كوي۔ جام كمال خان د مالديپ كاروباري حلقو ته پاكستان كښې د سرمايه كارۍ او مصنوعات اخستلو موقعو لټولو بلنې وركولو سره ووئيل د پاكستانو صنعتكارانو ٬ برآمد كوونكو او ممكنه خريدارو ترمنځه نېغ په نېغه رابطو ته وده وركول ضروري ده ۔ وفاقی وزیر خپل مالديپي همڅنګ او كاروباري پلاوي ته پاكستان كښې كېدونكي راروان نړيوال غذائی نندارتون كښې د ګډون كولو بلنه هم وركړه۔










