مضبوطه کاروباري نمو، تل پاتې سرمايه کاري او سازګار کاروباري ماحول د پاکستان د معيشت د پرمختګ بنيادي ستنې دي۔ قيصر احمد شيخ

اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) د سرمايه كارۍ وفاقي وزير قېصر احمد شېخ وئيلي دي مضبوطه کاروباري نمو، تل پاتې سرمايه کاري او سازګار کاروباري ماحول د پاکستان د معيشت د پرمختګ بنيادي  ستنې دي، سرمايه کاري څخه جديد ټيکنالوجي، پيداواري صلاحيت كښې زياتوالے او د روزګار نوې موقعې رامخې ته كېږي۔ د جمعې په ورځ  د "ينګ انټرپرينيورز سمټ 2026" پائې دستوره كښې د خاص مېلمه په …

اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) د سرمايه كارۍ وفاقي وزير قېصر احمد شېخ وئيلي دي مضبوطه کاروباري نمو، تل پاتې سرمايه کاري او سازګار کاروباري ماحول د پاکستان د معيشت د پرمختګ بنيادي  ستنې دي، سرمايه کاري څخه جديد ټيکنالوجي، پيداواري صلاحيت كښې زياتوالے او د روزګار نوې موقعې رامخې ته كېږي۔ د جمعې په ورځ  د “ينګ انټرپرينيورز سمټ 2026” پائې دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث د ګډون په مهال وفاقي وزير د زلمو چيف ايګزيکټو افسرانو (سي اي اوز)، جدت کارو او د رامخئ ته كېدونكو صنعت کارو ډاډګيرنه وكړه۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې ده ووئيل مستحکم کاروباري ماحول او د  پرله پسې سرمايه کارۍ نه غېر پاکستان تل پاتې معاشي پرمختګ نشي ترلاسه كولې، د کاروبار وده، په برآمدات كښې اضافه او معاشي استحکام د هېواد پرمختګ لپاره ضروري دي۔

مزید خبریں