نظام كښې ښه والي لپاره سرکاري افسران دې پرېكړو كښې ديانت دارۍ او اولسي مفادات ته  پام وكړي۔ وفاقي وزير مصدق ملك

لاهور 23 اکتوبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي په رياستي نظام كښې ښه والي لپاره ضروري ده چې سرکاري افسران ديانت دارۍ او اولسي مفادات ته  پام وكړي ځكه په سرکاري فائلونو كښې د شوو پرېكړو اثرات نېغ په نېغه د اولس په ژوند مرتب كېږي، د نظام ذمه واري  په يو كس نه عائد كېږي بلكې د دې د برخې په …

لاهور 23 اکتوبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي په رياستي نظام كښې ښه والي لپاره ضروري ده چې سرکاري افسران ديانت دارۍ او اولسي مفادات ته  پام وكړي ځكه په سرکاري فائلونو كښې د شوو پرېكړو اثرات نېغ په نېغه د اولس په ژوند مرتب كېږي، د نظام ذمه واري  په يو كس نه عائد كېږي بلكې د دې د برخې په حېث هر كس له به خپله ذمه واري قبولول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ  نيشنل سکول آف پبلک پاليسي (اين ايس پي پي) پاکستان ايډمنسټريټو سټاف کالج كښې  د 125م نيشنل مينجمنټ کورس (اين ايم سي) د سندونو وېش دستورې په مهال وكړه ۔ په دستوره كښې 48 افسرانو ته د كورس په بشپړولو سندونه وركړے شول۔ ډاکټر مصدق ملک د وزيراعظم محمد شهباز شريف لخوا ګډون كوونكو لپاره د نېلو هيلو پېغام رسولو سره ووئيل  وزيراعظم د خپلو مصروفياتو له امله په دستوره كښې ګډون ونه كړے شو۔ وفاقي وزير ووئيل د سرکاري افسرانو له پرېكړې كولو په وخت قوانين او اولسي مفادات په نظر كښې ساتل پكار دي او داسې پرېكړې كول پكار دي چې  اولسي ګټې ته ګټه ورسي۔ ده ووئيل افسرانو له د ديانت دارۍ او اصول پسندۍ مظاهره كولو سره خپلې ذمه وارۍ ترسره كول پكار دي او د ذاتي مفادات په ځائے اولسي مفادات ته پام پكار دے۔ ده ووئيل  په رياستي نظام كښې بهترۍ لپاره ضروري ده چې سرکاري افسران ديانت دارۍ او اولسي ګټې ته پام  وكړي ځكه چې په سرکاري فائلونو كښې د شوو پرېكړو اثرات نېغ په نېغه د اولس په ژوند مرتب كېږي۔

مزید خبریں