د هند په سرپرستۍ كښې د فعاله ترهه ګرو تنظيمونو په ضد به كمپائن په بشپړ طاقت سره روان ساتلے شي۔فيلډ مارشل سيد عاصم منير

پيندۍ 23 اكتوبر  (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر و چيف آف ډيفنس فورسزفيلډ مارشل سيد عاصم منير په ښكاره ډول د دې عزم څرګندوني سره ووئيل د هند په سرپرستۍ كښې د فعاله ترهه ګرو تنظيمونو په ضد به كمپائن په بشپړ طاقت سره روان ساتلے شي او ترهه ګر چې چرته هم وي، په  مكمل طاقت به ئې مقابله كولې شي۔د آئي اېس پي آر له مخې …

پيندۍ 23 اكتوبر  (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر و چيف آف ډيفنس فورسزفيلډ مارشل سيد عاصم منير په ښكاره ډول د دې عزم څرګندوني سره ووئيل د هند په سرپرستۍ كښې د فعاله ترهه ګرو تنظيمونو په ضد به كمپائن په بشپړ طاقت سره روان ساتلے شي او ترهه ګر چې چرته هم وي، په  مكمل طاقت به ئې مقابله كولې شي۔د آئي اېس پي آر له مخې فيلډ مارشل سيد عاصم منير  د كور هيډكوارټرز پېښور دوره وكړه۔په دې موقع ده ته په موجوده سكيورټي صورتحال، د ترهه ګرۍ مخنيوي روانو  كارروائيو، بارډر مينجمنټ په اقدامات او صوبه كښې د  فارميشنز آپريشنل  په چمتوالي بريفنګ وركړے شو۔فيلډ مارشل د افسرانو او ځوانانو لوړې حوصلې او پېشه وره پوهه ستائيلو سره هغوي ته د خطرو مخنيوي لپاره  د چمتو پاتي كيدو او د آپريشنل چمتوالي د اعلیٰ معيار ساتلو سپارښتنه وكړه۔ده په دې خبره زور راوړو چې د هند په سرپرستۍ كښې د فعاله ترهه ګرو تنظيمونو په ضد به په بشپړ قوت سره كمپائن روان ساتلے شي او چرته چې هم ترهه ګر وي په ضد به ئې كاروائي كولې شي۔د امنيتي ځواكونو شهيدانو او غازيانو پشمول د پاكستاني اولس قربانو ته پيرزوئني وړاندې كولو سره سرلښكر و چيف آف ډيفنس فورسز د دې عزم پخلے وكړو چې د اولس په غير متزلزل ملاتړ به پاكستان د ترهه ګرو او د هغوي  ګمراه كونكې نظريې له ماتې وركوي۔دغسې كور هيډكوارټرز ته په راتګ د پېښور كور كمانډر د سرلښكر تود هركلے وكړو۔

مزید خبریں