اسلام آباد۔23اکتوبر (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي پارلمنټرينز سیکرټري جنرل سید نیر حسین بخاري د مادرِ جمہوریت بیګم نصرت بھټو په تلين هغې ته د عقیدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي د بیګم نصرت بھټو د جمهوریت لپاره هلې ځلې او قربانۍ د تاریخ نه هېرېدونكے باب دے ۔ د پیپلز میډیا سیل نه جاري بیان كښې سید نیر حسین بخاري ووئېل بیګم نصرت بھټو د آمریت …
د پیپلز پارټي پارلیمنټرینز سكرټري جنرل سید نیر حسین بخاري د مادرِ جمهوریت بیګم نصرت بھټو په تلين د عقیدت پېرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد۔23اکتوبر (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي پارلمنټرينز سیکرټري جنرل سید نیر حسین بخاري د مادرِ جمہوریت بیګم نصرت بھټو په تلين هغې ته د عقیدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي د بیګم نصرت بھټو د جمهوریت لپاره هلې ځلې او قربانۍ د تاریخ نه هېرېدونكے باب دے ۔ د پیپلز میډیا سیل نه جاري بیان كښې سید نیر حسین بخاري ووئېل بیګم نصرت بھټو د آمریت خلاف دِ جمهوریت بحالولو تحريك بنیاد اېښودے ؤ او د جمهوریت له مينځه وړلو خلاف يې جرات لرونكے غږ پورته كړے ؤ۔ بیګم نصرت بھټو د آئین ماتونكو قواؤ خلاف جمهوري هلو ځلو كښې قائدانه کردار ادا کړے ۔ سید نیر حسین بخاري ووئېل د آمریت په تور دور كښې بیګم نصرت بھټو د جمهوریت شمع بلا ساتلې وه ۔ د مړانې هلو ځلو له امله بیګم نصرت بھټو ته د مادرِ جمهوریت خطاب تر لاسه شوے ۔۔ ده ووئېل په بھټو ازم کاربند كاركنان مادرِ جمهوریت بیګم نصرت بھټو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوي او د آئین بر لاسي او د پارلیمان د وقار تحفظ په مشن د ولاړ پاتي كېدو لوظ كوي










