اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د پاکستان، سعودي عرب، ترکيه او په مصر مشتمل د آر-4 وزارتي غونډې او د آر-4 پلس برتانيه، المان ، اټاليه او د فرانس په غٶنډو كښې ګډون لپاره د تركيه استنبول ښار ته رسېدلے٬ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې استنبول ته په راتګ د …
نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د آر-4 او د آر-4 پلس په غونډو كښې ګډون لپاره استنبول ته ورسېد

مزید خبریں
اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د پاکستان، سعودي عرب، ترکيه او په مصر مشتمل د آر-4 وزارتي غونډې او د آر-4 پلس برتانيه، المان ، اټاليه او د فرانس په غٶنډو كښې ګډون لپاره د تركيه استنبول ښار ته رسېدلے٬ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې استنبول ته په راتګ د تركيه د خارجه وزارت ډائريکټر جنرل سفير جهاد ارګينائے، د پاکستان ناظم الامور شائق احمد، په استنبول كښې د پاکستان قونصل جنرل خواجه خرم نعيم، ايډيشنل سيکرټري سفير خليل هاشمي او په انقره كښې د پاکستان سفارت او په استنبول كښې د قونصلګرۍ چاراوكو د دوي هركلے وكړو٬ د يوې ورځنۍ سركاري دورې په مهال به نائب وزيراعظم پاکستان، سعودي عرب، ترکيه او په مصر مشتمل د آر-4 په وزارتي غونډه او د آر-4 پلس برتانيه، المان، اټاليه او د فرانس په غٶنډو كښې ګډون كوي۔ نائب وزيراعظم به د ترکيه صدر رجب طيب اردوان او خپل همڅنګ سره دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كوي۔










