وزيراعظم خېبر پښتونخوا كښې پرمختيائي منصوبو لپاره د 160 اربه روپو وركولو اعلان، د اولس د وسائلو يوه يوه پېسه به په ترقۍ او خوشحالۍ لګولې شي۔ شهباز شريف

پېښور 22 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په خېبر پښتونخوا كښې پرمختيائي منصوبو لپاره د 160 اربه روپو وركولو اعلان سره ووئيل د اولس د وسائلو يوه يوه پېسه به په ترقۍ او خوشحالۍ لګولې شي، پرمختيائي منصوبو بشپړولو لپاره خنډان به په سمدستي توګه لرې كولې شي، قبائلي مشرانو تل په جار د پاكستان ملګرتيا كړې ده٬ د ترهګرۍ په ضدي دوي بلها قربانۍ وركړې دي۔ …

پېښور 22 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په خېبر پښتونخوا كښې پرمختيائي منصوبو لپاره د 160 اربه روپو وركولو اعلان سره ووئيل د اولس د وسائلو يوه يوه پېسه به په ترقۍ او خوشحالۍ لګولې شي، پرمختيائي منصوبو بشپړولو لپاره خنډان به په سمدستي توګه لرې كولې شي، قبائلي مشرانو تل په جار د پاكستان ملګرتيا كړې ده٬ د ترهګرۍ په ضدي دوي بلها قربانۍ وركړې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په ګورنر هاوس كښې د قبائلي ضلعو  استازو پشمول  پرمختيائي کونسل او د مشرانو غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل قبائلي اولس ژور زخمونه برداشت كړي خو پاكستان سره په تړون كښې ئې كله هم كمے نه دې راوستے٬ د قبائلي مشرانو قربانۍ او پاکستان سره جذباتي تړون ته په درنه سترګه ګورو۔  وزيراعظم ووئيل نن په صوبه كښې په پرمختيائي منصوبو، سيکورټي، د پوليس په تربيه او په انتظامي چارو تفصيلي غونډې شوې٬ په صوبه كښې پرمختيائي كارونو او سيکورټي فل پروف كولو لپاره مهمې پرېكړې شوي دي۔ ده ووئيل په صوبه كښې د غنمو كمے لرې كولو لپاره به وفاق هر ډول ممكن مرسته كوي٬ د غمنو ذخيره كول پكار نه ده۔ وزيراعظم امر وكړٶ چې د وفاق په بيعه دې عامو وګړو ته  د غنمو وركړه باوري كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل د ترهګرۍ مخنيوي څانګې موثره كولو لپاره د ګامونو اغستو  امر شوے دے، په صوبه كښې د سېف سټي منصوبې بشپړولو امر شوے ،د ترهګرۍ  په ضد كاررواېئو لپاره به وفاق ټول ضروري وسائل وركوي۔ وزيراعظم ووئيل  په صوبه كښې د 13 كالو په مهال په سيکورټي آپريشنز او پوليس كاركردګۍ كښې خامۍ رامخې ته شوي دي۔ وزيراعظم امر وكړٶ چې  د غلا او د شوكې په پېښو كارروائۍ كولو سره دې  د تورنو نيول باوري كړے شي۔ وزيراعظم ووئيل په تېر حكومت كښې د پاكو اوبو په منصوبو كښې د لس اربه روپو سكېنډل رامخې ته شوے  ۔ وزيراعظم په دې موقع کوهستان كښې د 37 اربه روپو د دهوكې هم حواله وركړه۔ وزيراعظم ووئيل  د اولس د وسائلو يوه يوه پېسه به په ترقۍ او خوشحالۍ لګولې شي، د صوبې د وسائلو په لوټ مار به قابو موندلې شي۔ وزيراعظم ووئيل په 40  ټاكلو غړو د مشتمل قبائلي کونسل لويه ذمه واري جوړېږي ، قبائلي کونسل به په بشپړه توګه اختيارمند كولې شي، په قبائلي سيمو كښې پرمختيائي چارې او د انصاف په وركړه كښې به بشپړه معاونت كوٶ،  ده ووئېل د قبائلي اولس د حقونو تحفظ لپاره به ټول ترلاسه وسائل كاروٶ، د قبائلي اولس ترقۍ او خوشحالۍ لپاره به شپه او ورځ محنت كوٶ۔ په دې موقع قبائلي مشرانو ووئيل د خېبر پښتونخوا صورتحال ته په خاص پاملرنه كولو د وزيراعظم مننه كوٶ٫ دوي ووئيل  د مسئلو هواري كښې به بشپړه مرسته كوٶ۔ په دې موقع چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير او د وفاقي کابينې غړي هم موجود وو۔

 

مزید خبریں