تل پاتې پرمختګ لپاره پېداوار، کاروبار، سرمايه کاري او د روزګار وده ضروري ده۔ هارون اختر خان

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) صنعت و پېداوار لپاره د وزيراعظم صلاحكار هارون اختر خان وئيلي دي  د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې  د حکومت معاشي  اړخ واضحه دے، تل پاتې پرمختګ لپاره پېداوار، کاروبار، سرمايه کاري او د روزګار وده ضروري ده، وزيراعظم تر مالياتي سهولتونو رسنه او كوچنۍ او د مېنځنۍ درجې كاروبارونو وده د حكومت د معاشي تګلارې مركزي برخه جوړه كړې ده۔ …

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) صنعت و پېداوار لپاره د وزيراعظم صلاحكار هارون اختر خان وئيلي دي  د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې  د حکومت معاشي  اړخ واضحه دے، تل پاتې پرمختګ لپاره پېداوار، کاروبار، سرمايه کاري او د روزګار وده ضروري ده، وزيراعظم تر مالياتي سهولتونو رسنه او كوچنۍ او د مېنځنۍ درجې كاروبارونو وده د حكومت د معاشي تګلارې مركزي برخه جوړه كړې ده۔ دا خبره ده د زيارت په ورځ زراعت، هاؤسنګ او د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې كاروبارونو لپاره تر مالي سهولتونو رسنې په موضوع مشاورتي غونډه كښې كړې۔ ده ووئيل د وزيراعظم امر له مخې مالي وسائل تر ھغه كسانو او كاروبارونو رسولو لپاره اقدامات كوٶ چا ته چې د دې زيات ضرورت دے، تر مالي وسائلو رسنه د هر چا ژوند نا بلكې د ټولې ټولنې تقدير بدلولې شي۔ هارون اختر خان ووئيل پاکستان كښې د 70 لكه نه زياتې كوچني او مېنځنۍ كاروباري ادارې په معاشي هلو ځلو كښې مهم كردار لوبوي۔ ده ووئيل  د پاکستان جي ډي پي كښې د اېس اېم ياز برخه د 40 فيصده نه زياته ده او د هېواد په برامدات كښې نزدې 30 فيصده برخه لري۔ ده ووئيل د غېر زرعي روزګار تر 80 فيصده موقعې د اېس اېم ايز كاروبار سره تړلې دي، دا د پاکستان د کاروباري هلو ځلو، ځائي پېداوار او په روزګار كښې د ملاتير حېثيت لري۔ ده ووئيل  کاروبار يوازې عزم او صلاحيت سره ترقي نه كوي٬ دې له ودې وركولو لپاره مالي وسائل هم پكار وي۔

مزید خبریں