اسلام آباد۔22اکتوبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د مالديپ صدر ډاكټر اېم معېز سره ملاقات وكړو او د هغه د پاكستان دوره يۍ خوشبينه وګرځوله۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې په ملاقات كښې د دوه اړخيزه پارليماني او اقتصادي اړيكو په شمول په سيمه ييزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ده ووئيل پاكستان مالديپ سره خپلې پخوانۍ اړيكې زياتې مهمې ګڼي۔ دوئي د …
سپيكر اياز صادق سره د مالديپ صدر ډاكټر معېز ملاقات ٬ په سيمه ييزو اوز نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔22اکتوبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د مالديپ صدر ډاكټر اېم معېز سره ملاقات وكړو او د هغه د پاكستان دوره يۍ خوشبينه وګرځوله۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې په ملاقات كښې د دوه اړخيزه پارليماني او اقتصادي اړيكو په شمول په سيمه ييزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ده ووئيل پاكستان مالديپ سره خپلې پخوانۍ اړيكې زياتې مهمې ګڼي۔ دوئي د پاكستان او مالديپ ترمينحه د پارليماني او اقتصادي اړيكو په لا مستحكمولو زور راوړلو سره ووئيل پاک۔مالدیپ پارلیمانی فرېنډشپ ګروپ دوه اړخيزه پارليماني اړيكو ته وده وركولو كښې فعاله كردار ترسره كوي۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر د پاكستان او مالديپ ترمينځه تجارتي حجم زياتونكې لوظنامې خوشبينه وګرځولې۔ هغه ووئيل د مالديپ صدر د پاكستان دوره به دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو كښې مهم پېشرفت ثابت شي۔ د مالدیپ صدر ډاكټر اېم معيز پاكستان سره اړيكو ته د ودې وركولو عزم پخلې وكړو او وې ويل د مالديپ اولس پاكستاني اولس سره د زړه له كومي تړون لري۔ هغه سيمه ييز امن په ځاې كولو له د پاكستان كردار وستائلو او په تود هركلي يۍ د پاكستاني حكومت او اولس مننه وكړه۔ په ملاقات كښې د قومي اسملۍ غړې شازیه ثوبیه، شائسته خان او سنجے پروانی هم موجود و۔










