اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د اسلام آباد په ملپور سيمه كښې به په 300 جريبه زمكه بېلا بېل ملي او د تاريخي څانګو د نمائندګۍ وړ د نړيوال معيار اته لوي لرغتونونه جوړولې شي٬ په دې ميوزيمز كښې به د نيشنل هيريټيج ميوزيم، تاريخ (هسټري) ميوزيم، د پاك پوځ (آرمډ فورسز) ميوزيم او د اسلامك ميوزيم پشمول د نورو څانګو به شامل وي چې د لارې به …
اسلام آباد كښې به په 300 جريبه د اسلام، تاريخ او د پاك پوځ پشمول د نورو څانګو د نړيوال معيار اته لرغتونونه جوړېږي۔ محسن نقوي

مزید خبریں
اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د اسلام آباد په ملپور سيمه كښې به په 300 جريبه زمكه بېلا بېل ملي او د تاريخي څانګو د نمائندګۍ وړ د نړيوال معيار اته لوي لرغتونونه جوړولې شي٬ په دې ميوزيمز كښې به د نيشنل هيريټيج ميوزيم، تاريخ (هسټري) ميوزيم، د پاك پوځ (آرمډ فورسز) ميوزيم او د اسلامك ميوزيم پشمول د نورو څانګو به شامل وي چې د لارې به ئې د پاکستان تاريخي ورثه، اسلامي اقدار او په دفاعي خدمات په بشپړه توګه رڼا اچولې شي۔ دا خبره وفاقي وزير محسن نقوي د اسلام آباد د ملپور سيمې دورې په موقع ميډيا سره وكړه۔ په دې موقع وزير مملکت طلال چوهدري، ډپټي کمشنر (ډي سي) اسلام آباد، د کيپيټل ډويلپمنټ اتھارټي (سي ډي اے ) چيئرمېن او نور اعلٰې چارواكي هم وفاقي وزير سره ملګري وو۔ محسن نقوي د دورې په مهال د سركاري زمكو او مجوزه منصوبې د ځائے جاج اغستو سره په ملپور كښې په سرکاري زمكو د ودانۍ كولو په اړه د 108 کناله زمكه په ګوته كړه او دې سره لګېدلې نزدې 300 جريبه زمكه ئې دې ميګا پروجيکټ لپاره بېله كړې شوې ده دغسې چې په پايه تخت كښې كلتوري و تاريخي هلې ځلې وده ومومي۔ ده انکشاف وكړو چې په اسلام آباد كښې د غوري ټاؤن پشمول 150 هاؤسنګ سوسائټۍ غېر قانوني دي چې په ضد ئې انتظاميه او سي ډي اے په بشپړ توګه قانوني ايکشن اخلي۔










