اليكشن كميشن په اسلام آباد كښې بلدياتي انتخابات لپاره د شېډول جوړولو احكامات جاري كړل

اسلام آباد 21 اكتوبر (اے پي پي) اليكشن كميشن په اسلام آباد كښې بلدياتي انتخابات لپاره د شېډول جوړول او ٬ اجراء احكامات جاري كړي دي۔ د شورو په ورځ په اليكشن كميشن كښې په اسلام آباد كښې د بلدياتي انتخابات تابيا په اړه د كېس سماعت وشو ٬ د چيف اليكشن كمشنر سكندر سلطان راجه په مشرۍ كښې پنځه كسيز بېنچ د كېس سماعت وكړو ۔ داخله سيكرټري احمد …

اسلام آباد 21 اكتوبر (اے پي پي) اليكشن كميشن په اسلام آباد كښې بلدياتي انتخابات لپاره د شېډول جوړول او ٬ اجراء احكامات جاري كړي دي۔ د شورو په ورځ په اليكشن كميشن كښې په اسلام آباد كښې د بلدياتي انتخابات تابيا په اړه د كېس سماعت وشو ٬ د چيف اليكشن كمشنر سكندر سلطان راجه په مشرۍ كښې پنځه كسيز بېنچ د كېس سماعت وكړو ۔ داخله سيكرټري احمد رضا سرور، ايډيشنل ډپټي كمشنر اسلام آباد عزير علي خان عدالت ته وړاندې شول٬ د دې نه وروستو چيف اليكشن كمشنر او څلورو واړو غړو په لاسليك كړې پرېكړه كښې ووئيل شول د پاكستان دستور ،د اليكشن ايكټ 2017 او د اسلام آباد لوكل ګورنمنټ ايكټ 2015 له مخې په اسلام آباد كښې د ځائي حكومت انتخابات كول لازم دي٬ بېنچ خپل دفتر ته امر وكړو چې ھغوي د بلدياتي انتخابات لپاره شيډول جوړ كړي او جاري كړي دغسې چې د دستور،اليكشن ايكټ 2017 او د اسلام آباد لوكل ګورنمنټ ايكټ 2015 له مخې په پايه تخت كښې بلدياتي انتخابات وكړے شي ٬ بېنچ دې عمل ته حتمي شكل وركولو لپاره د ټولو ممكنه اقداماتو  امر هم وكړو

مزید خبریں