دانش آئي ټي پارك د پاكستان ډيجيټل معيشت ، د نړيوالې سرمايه كارۍ زياتولو٬  د روزګار موقعو راپېدا كولو صلاحيت لرونكې منصوبه ده

اسلام آباد 21 اكتوبر (اے پي پي) دانش آئي ټي پارك د پاكستان ډيجيټل معيشت ، د نړيوالې سرمايه كارۍ او د ځوانانو لپاره د 7500 روزګار موقعو راپېدا كولو صلاحيت لرونكې منصوبه ده٬ د وفاقي حكومت د اړان پاكستان پروګرام تر مخه  وزيراعظم محمد شهباز شريف په دې وروستۍ كښې په اسلام آباد كښې د دانش آئي ټي پارك پرانسته كړې كومه چې د پاكستان د ډيجيټل صلاحيتونه په …

اسلام آباد 21 اكتوبر (اے پي پي) دانش آئي ټي پارك د پاكستان ډيجيټل معيشت ، د نړيوالې سرمايه كارۍ او د ځوانانو لپاره د 7500 روزګار موقعو راپېدا كولو صلاحيت لرونكې منصوبه ده٬ د وفاقي حكومت د اړان پاكستان پروګرام تر مخه  وزيراعظم محمد شهباز شريف په دې وروستۍ كښې په اسلام آباد كښې د دانش آئي ټي پارك پرانسته كړې كومه چې د پاكستان د ډيجيټل صلاحيتونه په سرمايه كارۍ، جدت، تحقيق او د روزګار په موقعو د بدلولو په پلو يو مهم ګام دے٬ د وفاقي پرمختيائي پروګرام (پي اېس ډي پي) له مخې د كوريائي شراكت دارو په مرسته جوړ كړے دا 12 منزله آئي ټي مركز به هېواد كښې په  ټيكنالوجۍ اډانه  معيشت زياتولو او د ډيجيټل څانګې پرمختګ كښې مرستياله ثابت شي۔ دانش آئي ټي پارك سټارټ اَپس، تحقيق، روبوټكس او د جديد ټيكنالوجۍ تربيې يو كوټلې پلېټ فارم په توګه جوړ كړے شوے كوم چې به د نړيوال معيار دفتري سهولتونه، انكيوبيشن او تحقيقي مراكز، جديد انفارميشن اينډ كميونيكيشن ټيكنالوجي (آئي سي ټي) انفراسټركچر او ټئير تھري ډيټا سينټر سره سمه دا منصوبه د ټيكنالوجۍ څانګې سره تړون لرونكو كاروباري ادارو او ځوانانو ته جديد سهولتونه وركوي۔ دانش آئي ټي پارك جوړول د پاكستان په ډيجيټل سباون كښې سرمايه كاري، د ځوانانو تكنيكي صلاحيتونو څخه استفادې او په ټيكنالوجي اډانه د تل پاتې معاشي ترقۍ ودې پلو يو مهم پېشرفت دے۔

مزید خبریں