د آئي بي سي سي لخوا په پاکستان كښې د غېر ملكي تعليمي سندونو جاري كوٶنكو ادارو او امتحاني بورډز د نګرانۍ مؤثره كولو اقدامات

اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) انټر بورډز کوآرډينيشن کميشن (آئي بي سي سي) په پاکستان كښې د سيکنډري سکول سرټيفکيټ (SSC)، هائر سيکنډري سکول سرټيفکيټ (HSSC) او د دې د برابر ليول تھري د تعليمي سندونو وركوٶنكو غېر ملكي ادارو او امتحاني بورډز مؤثره نګراني او معيار باوري كولو لپاره مهم اقدامات پېل كړې دي۔ په دې لړ كښې د شورو په ورځ د آئي بي سي سي …

اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) انټر بورډز کوآرډينيشن کميشن (آئي بي سي سي) په پاکستان كښې د سيکنډري سکول سرټيفکيټ (SSC)، هائر سيکنډري سکول سرټيفکيټ (HSSC) او د دې د برابر ليول تھري د تعليمي سندونو وركوٶنكو غېر ملكي ادارو او امتحاني بورډز مؤثره نګراني او معيار باوري كولو لپاره مهم اقدامات پېل كړې دي۔ په دې لړ كښې د شورو په ورځ د آئي بي سي سي په سيکرټريټ كښې مهمه غونډه د آئي بي سي سي ايګزيکټو ډائريکټر ډاکټر غلام علي ملاح په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونده كښې د نړيوال تعليمي نظام (Transnational Education – TNE) په اړه د بېلو چارو تفصيلي جاج واخستلے شو ٬ په خاص توګه د زده كوٶنكو د مفادات تحفظ، امتحاني معيار په ځائے ساتلو او د آئي بي سي سي په ريګوليټري فريم ورك عملدرآمد باوري كولو ته خاص پام لرنه وشوه ۔ په دې موقع ډاکټر غلام علي ملاح ووئيل آئي بي سي سي غېر ملکي تعليمي ادارو او امتحاني بورډز ته سهولتونه وركولو سره سره سپېځلتيا، ځواب وركول او په ټاكلي تعليمي معيارونو په سختۍ سره د عملدرآمد باوري كولو عزم لري۔ ده په دې خبره زور رواړو چې د زده كوونكو د مفادات تحفظ او د امتحاني نظام سپېځلتيا او كرېډېبېلټي په ځائے ساتل د آئي بي سي سي په بنيادي ذمه دارو كښې شامل ده۔ په غونده كښې پرېكړه وشوه چې مشاورتي عمل مخ په وړاندې بوتللو لپاره به راتلونكې اوونۍ كښې د غير ملکي تعليمي سندونو جاري كوٶنكو ادارو او د امتحاني بورډز استازو سره يوه غونډه كولې شي چې پكښې به د ريګوليټري چارو، شريك روابط مضبوطولو او د مجوزه معيار كره كتنې و نګرانۍ په اقدامات تفصيلي خبرې كولې شي۔۔ په غونده كښې دډائريکټر ايکريډيټيشن اينډ انټرنيشنل لنکيجز ډاکټر شهزاد علي ګل، ډائريکټر ميډيا عرفان علي انصاري، ډپټي ډائريکټر کيپسټي بلډنګ سعديه ناز او ډپټي ډائريکټر آئي ټي محمد کاشف ګډون كولو۔

مزید خبریں