محسن نقوي او طلال چوهدري د ارواښادې زده كونكې لائبه اعجاز كور ته لاړل٬ غمژنې كورنۍ سره لاس نيوه او د كېس د پېشرفت نه يې خبر كړه

اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او وزير مملکت طلال چوهدري د اسلام آباد په سيکټر جي ټين كښې د اوراښادې زده كونكې لائبه اعجاز د كور دوره وكړه ٬ محسن نقوي غمژنې كورنۍ سره خواخوږي او غمرازي ښكاره كړه او د ارواښادې لوړو درجو لپاره ئې  لاس نيوه هم وكړه ۔ په دې موقع وفاقي وزير د لائبه اعجاز کېس كښې …

اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او وزير مملکت طلال چوهدري د اسلام آباد په سيکټر جي ټين كښې د اوراښادې زده كونكې لائبه اعجاز د كور دوره وكړه ٬ محسن نقوي غمژنې كورنۍ سره خواخوږي او غمرازي ښكاره كړه او د ارواښادې لوړو درجو لپاره ئې  لاس نيوه هم وكړه ۔ په دې موقع وفاقي وزير د لائبه اعجاز کېس كښې تر اوسه په شوي قانوي او تفتيشي پېشرفت غمژنه كورنۍ په تفصيل سره خبر كړه۔ محسن نقوي ووئيل د كېس تورن خپل انجام ته رسولو لپاره تفتيشي ډله شپه او ورځ كار كوي او مظلومې كورنۍ سره شوے لوظ تر سره كول د رياست او حکومت وړومبے فرض دے۔ د  لائبه اعجاز پلار په دې موقع د وزيراعظم او وفاقي وزير محسن نقوي  په ذاتي خوښی او د انصاف په كولو مننه وكړه۔ په دې موقع د اسلام آباد چيف کمشنر، انسپکټر جنرل (آئي جي) پوليس او نور لوړ پوري هم دوي سره ملګري وو۔

مزید خبریں