اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د پاکستان علماء کونسل او د انټرنيشنل تعظيمِ حرمين شريفين کونسل په همكارۍ كښې د تعظيمِ حرمين شريفين کنفرنس په موقع د مکه المکرمه، مدينه المنوره او د دواړو مقدس جوماتونو د تقدس تحفظ له د عزم په متفقه توګه پخلې سره د سعودي عرب سلامتيا، خپلواكۍ او د استحکام تحفظ لپاره د بشپړه يووالي څرګندونه وشوه ۔ په اسلام آباد كښې د …
اسلام آباد اعلاميه كښې د حوثي بريدونو غندنه، د يمن اولس سره د يووالې٬ پاکستان، سعودي عرب او د ترکيه ترمېنځه د دفاعي مرستې ملاتړ٬ د فيلډ مارشل عاصم منير د امن هلو ځلو ته پېرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د پاکستان علماء کونسل او د انټرنيشنل تعظيمِ حرمين شريفين کونسل په همكارۍ كښې د تعظيمِ حرمين شريفين کنفرنس په موقع د مکه المکرمه، مدينه المنوره او د دواړو مقدس جوماتونو د تقدس تحفظ له د عزم په متفقه توګه پخلې سره د سعودي عرب سلامتيا، خپلواكۍ او د استحکام تحفظ لپاره د بشپړه يووالي څرګندونه وشوه ۔ په اسلام آباد كښې د پاکستان علماء کونسل چيئرمين، د انټرنيشنل تعظيمِ حرمين شريفين کونسل سيکرټري جنرل او د نيشنل پيغامِ امن کميټۍ کوآرډينيټر حافظ محمد طاهر محمود اشرفي په فعاله قيادت كښې په شوي كنفرنس كښې د مختلف مكاتب فكر تعلق لرونكو علمائے کرامو، مشائخِ عظام، د سياسي و مذهبي ګوندونو مشرانو او د سفارتي کور پشمول د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو استازو ګډون وكړو ٬ په نوموړو شخصياتو كښې د پاکستان پيپلز پارټۍ لارښود قمر زمان کائره، شمشير خان مزاري، مولانا محمد امل لدھيانوي، سيد ضياء الله شاه بخاري، مفتي ابو محمد، مولانا نعمان حاشر، مولانا اقبال قادري، مولانا آصف منير، مفتي عبدالکريم، مولانا طاهر عقيل، مولانا ذوالفقار احمد، مفتي عبدالرحمن مدني، مولانا اسلم صديقي، مولانا زاهد قاسمي، مولانا سلطان محمود ضياء، مولانا آفتاب نذير، مولانا قاري عبدالحکيم عطر، مفتي عمر فاروق، مولانا عبدالهادي اور مولانا نائب خان شامل وو، چا چې په كنفرنس كښې ګډون كوول او وېنا ئې هم وكړه ۔ په مشتركه اعلاميه كښې ووئيل شول د حرمين شريفين تحفظ، د سعودي عرب سلامتيا، د اسلامي نړۍ وحدت او د مظلوم انسانيت تحفظ مشترکه ديني، قامي او انساني ذمه وارۍ دي۔ په اعلاميه كښې فيلډ مارشل سيد عاصم منير ته د اسلامي نړۍ وحدت او يووالي ته ودې او نړيوال امن لپاره په هلو ځلو پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔ کنفرنس د اسلامي هېوادونو ترمېنځه اتحاد مضبوطولو او سيمه ايز او په نړيواله كچه د امن و استحکام ته ودې لپاره د اقدامات په ملاتړ كښې د دوي د كردار ستائنه وكړه۔ د کنفرنس په مهال د سعودي عرب سلامتيا او د خپلواكۍ تحفظ، د حرمين شريفين حفاظت او سيمه ايز ام لپاره د پاکستاني حكومت د هلو ځلو بشپړ ملاتړ وشو۔ ګډون كوٶنكو په اسلامي نړۍ كښې استحکام او د اتحاد ودې لپاره د پاکستان د سفارتي هلو ځلو، دفاعي مرستې او ګټور كردار په اهميت زور راوړو










