اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان او مالديپ اقتصادي، تجارتي او سفارتې اړيكي لا قوي كولو او د شريك باور او مرستې نوو لارو لټولو له د عزم پخلے كړے٬ دغسې وزيراعظم محمد شهباز شريف د مالديپ صدر ډاكټر محمد معيزو د پاكستان سركاري دوره د دواړو هېوادونو د ورورولۍ اړيكو وده كښې مهم پيشرفت ګرځولو سره د مالديپ قامي پرمختيائي ترجيحات كښې د پاکستان د مرستې …
وزيراعظم محمد شهباز شريف او د مالديپ صدر ډاكټر محمد معيزو ترمينځه ملاقات او د پلاويو په كچه خبرې اترې، اقتصادي، تجارتي او سفارتي اړيكي لا قوي كولو او د باور او مرستې نوو لارو لټولو له د عزم پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان او مالديپ اقتصادي، تجارتي او سفارتې اړيكي لا قوي كولو او د شريك باور او مرستې نوو لارو لټولو له د عزم پخلے كړے٬ دغسې وزيراعظم محمد شهباز شريف د مالديپ صدر ډاكټر محمد معيزو د پاكستان سركاري دوره د دواړو هېوادونو د ورورولۍ اړيكو وده كښې مهم پيشرفت ګرځولو سره د مالديپ قامي پرمختيائي ترجيحات كښې د پاکستان د مرستې دوامداره ساتلو باور وركړے۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف او د مالديپ صدر ډاكټر محمد معيزو ترمينځه وزيراعظم هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات وشو۔دې نه پس د دواړو هېوادونو ترمينځه د اعلیٰ پائي پلاويو په كچه غونډه هم وشوه ۔وزيراعظم شهباز شريف وزيراعظم هاؤس ته په راتګ د مالديپ صدر هركلے وكړو او د هغه په اعزاز كښې د ګارډ آف آنر دستوره وشوه۔ صدر معيزو د ګارډ آف آنر معائنه وكړه او وزيراعظم هاؤس كښې د يادګار په توګه ئې بوټې نال كړو۔د خبرو اترو په مهال دواړو لارښودو د پاکستان او مالديپ د دوه اړخيزه اړيكو جاج واخست او په سيمه ايزو او نړيوالو چارو ئې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔وزيراعظم شهباز شريف د مالديپ سره پخوانۍ د ورورولۍ اړيكو لا قوي كولو له د عزم پخلے وكړو۔خبرو اترو كښې اقتصادي مرستي ته خاص پام لرنه وشوه ۔ دواړو لارښودو دوه اړخيزه تجارت ، سرمايه کاري، سېلګري، غذائي تحفظ، داروګانو او د نجي څانګي ترمينځه شراکت داري زياتولو ته اتفاق وكړو۔دواړو لارښودو فضائي او بحري رابطوں ښه كولو او د شريك اقتصادي کمېشن غونډي زر تر زره كولو په حاجت زور راوړو۔وزيراعظم او د مالديپ صدر راروانو دوو كلونو كښې دوه اړخيزه تجارت 20 کروړه ډالره ته د رسولو هدف مقرر کړو۔وزيراعظم مالديپ له ضروري غذائي څيزونو او داروګانو وركولو لپاره د پاكستان خوښي څرګنده كړه۔ وزيراعظم د مالديپ زدكونكو له هر كال د نورو 20 انډر ګريجويټ اسکالرشپس وركولو اعلان وكړو۔ده د روغتيا په څانګه كښې مرستي، پيشه وره تربيې او د ادارو استعداد زياتولو له د پاكستان د عزم هم پخلے وكړو۔په سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرو كښې دواړو لارښودو د امن، خبرو، د خپلواكۍ احترام او د نړيوال قانون پاسدارۍ له د عزم پخلے وكړو۔وزيراعظم د فلسطين په معامله د مالديپ اصولي مؤقف وستائيلو۔ده د جموں و کشمير شخړه ، سندھ طاس لوظ نامه او د سيمه ايزي سلامتيا صورتحال په اړه د پاکستان مؤقف هم وړاندې كړو۔دواړو لارښودو بيلو څانګو كښې مرستي لپاره د 20 مفاهمتي يادداښتونو د تبادلې مشاهده وكړه۔په دغه يادښتونو كښې صحت، تعليم، تکنيکي تربيه ، سېلګري، شهري هوا بازي ، زراعت، ماهي ګيري، دفاع، بحري سلامتيا، د قانون نافذ کوونكو ادارو، سول سروس، سماجي تحفظ، كلتور او د ځوانانو پشمول د نورو څانګو احاطه شوي۔ ميډيا سره د خبرو په مهال دواړو لارښودو د ملاقات په نتيجو د اطمينان څرګندونه وكړه او په دې خبره ئې زور راوړو چې په لوظ نامو دې په وخت عملدرآمد باوري كړے شي دغسې د دواړو هېوادونو اولس ته عملي ګټه ترلاسه شي۔يوه خاص دستوره كښې د اسلام آباد انټرنېشنل اسلامك يونيورسټۍ د مالديپ صدر ډاكټر محمد معيزو له سياست او نړيوالو اړيكو په څانګو كښې اعزازي د پي ايچ ډي ډګري وركړه۔دا ډګري د هغه قيادت، اولسي خدمات او مالديپ پرمختګ لپاره د هغه د خدمات په اعتراف كښې وركړې شوه ۔وزيراعظم شهباز شريف د مالديپ صدر او د هغه د پلاوي په اعزاز كښې د ماسپخښين ميلمستيا هم وركړه۔د مالديپ صدر دا سرکاري دورہ د تيرو 11 كلونو كښې د كوم هم مالديپ صدر د پاکستان وړومبۍ دوره ده۔دا دورہ د پاکستان او مالديپ ترمينځه د سفارتي اړيكو جوړيدو 60 كاله پوره كيدو په موقع كيږي، كوم چې د دواړو هېوادونو اړيكو لا قوي كيدو ٬ پراخه او شريكي ګټي پلو مهم ګام دے۔










