د مالديپ صدر ډاکټر محمد معيزو په وزيراعظم هاٶس كښې تود هركلے

اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د مالديپ صدر ډاکټر محمد معيزو وزيراعظم هاٶس ته په راتګ تود هركلے وكړے شو او ورته ګارډ آف آرنر وړاندې كړے شو۔ د شورو په ورځ د پاکستان په دوره راغلي د مالديپ د صدر ډاکټر محمد معيزو  په درناوي كښې د هركلي رسمي دستوره په وزيراعظم هاٶس كښې وشوه ٬ وزيراعظم د ګران مېلمه تود هركلے وكړو او د دواړو مشرانو …

اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د مالديپ صدر ډاکټر محمد معيزو وزيراعظم هاٶس ته په راتګ تود هركلے وكړے شو او ورته ګارډ آف آرنر وړاندې كړے شو۔ د شورو په ورځ د پاکستان په دوره راغلي د مالديپ د صدر ډاکټر محمد معيزو  په درناوي كښې د هركلي رسمي دستوره په وزيراعظم هاٶس كښې وشوه ٬ وزيراعظم د ګران مېلمه تود هركلے وكړو او د دواړو مشرانو ترمېنځه سټري مشي او د زړه پورې جملو تبادله وشوه۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو ملي سرودونه هم وغږول شول او د دريو واړو وسله والو ځوكونو يو چټك ډلې د مالديپ صدر ته سلامي وړاندې كولو سره ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ دغسې د مالديپ صدر د ګارډ آف آنر معائنه وكړه۔ وزيراعظم شهباز شريف د کابينې غړي او د وزيراعظم هاٶس اعلي چارواكي د مالديپ صدر سره معرفي كړل۔ د مالديپ صدر په دې موقع د خپل پلاوي وزيراعظم سره تعارف وكړو۔ په دې موقع د مالديپ صدر د وزيراعظم هاٶس په اګڼ كښې يو بوټے هم نال كړو او د دواړو هېوادونو ترقۍ او خوشحالۍ لپاره دعا وغوښتلې شوه ۔

مزید خبریں