د پاکستان او مالديپ ترمېنځه په بېلو څانګو كښې د مرستې ودې لپاره د مفاهمت په 20  ياددښتونو لاسليك، په دستوره كښې وزيراعظم او د مالديپ صدر ګډون

اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان او مالديپ دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو او په بېلو څانګو كښې شريكې مرستې ته ودې وركولو لپاره د انفارميشن  ټيکنالوجي، مصنوعي ځېركتيا، سائبر سکيورټي، ډيجيټل سکلز، صحت، تعليم، دفاع، بحري سلامتيا، زراعت، سېلګرۍ، تجارت او د ماحولياتي تحفظ پشمول په بېلو څانګو كښې مرستې لپاره په 20 ياددښتونو (اېم او يوز) لاسليك وكړل۔ په دې اېم او يوز د مالديپ صدر …

اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان او مالديپ دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو او په بېلو څانګو كښې شريكې مرستې ته ودې وركولو لپاره د انفارميشن  ټيکنالوجي، مصنوعي ځېركتيا، سائبر سکيورټي، ډيجيټل سکلز، صحت، تعليم، دفاع، بحري سلامتيا، زراعت، سېلګرۍ، تجارت او د ماحولياتي تحفظ پشمول په بېلو څانګو كښې مرستې لپاره په 20 ياددښتونو (اېم او يوز) لاسليك وكړل۔ په دې اېم او يوز د مالديپ صدر ډاکټر محمد معيزو د درې ورځنۍ سركاري دورې په مهال لاسليك وشو كومه چې د دوه اړخيزه سفارتي اړيكو 60مې سالګرې په موقع يوولس كال پس د مالديپ د صدر وړومبۍ دوره ده۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف او صدر ډاکټر محمد معيزو هم په دستوره كښې موجود ٶ او د دواړو هېوادونو وړومبے د لاسليك شوو دستاويزات تبادله وشوه۔ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مفاهمت په ياددښتونو كښې  د انفارميشن ټيکنالوجي، سائبر سکيورټي، مصنوعي ځېركتيا، ډيجيټل مهارتونو او د ټيکنالوجي و جدت په څانګو مرسته، د نشه اي توكو په جوړولو كښې د كارېدونكې  کيميائي اجزا د غېر قانوني قاچاق او  د كارولو مخنيوي او  د سماجي تحفظ په څانګو كښې مرسته شامله ده٬ د صحت په څانګه كښې د پاکستان ډرګ ريګوليټري اتھارټي (ډريپ) او د مالديپ فوډ اينډ ډرګ اتھارټي ترمېنځه مرسته، د طبي پوهانو بھرتي او د دفاعي مرستې په اړه د مفاهمت ياددښتونه هم په فهرست كښې شامل دي۔ د دې نه علاوه بحري سلامتيا، زرعي مرسته او د فشريريز په څانګو كښې مرستې لپاره د مفاهمت په ياددښت لاسليكونه وشول ٬ د تعليم او بشري وسائلو ترقۍ په اړھ د پاکستان نيشنل ووکيشنل اينډ ټيکنيکل ټريننګ کميشن (نيوټيک) او د مالديپ  ترمېنځه په تکنيکي او د وظيفائي تعليم و تربيې وده ، اعليٰ تعليم، د مهارتونو وده او د ځوانانو او لوبو په څانګو كښې د مرستې د مفاهمت ياددښتونه په شوو لوظنامو كښې شامل دي۔ د دواړو  هېوادونو د فضائي رابطو وده، سېلګري ، فنون، كلتور او د ورثې تحفظ  په څانګو كښې مرستې ته هم صلاح يوه شوه او د پوليس قانون نافذ کوٶنكو ادارو تربيه، سول سروس کميشن آف مالديپ او د فيډرل پبلک سروس کميشن آف پاکستان او د سول سروس اکيډميز ترمېنځه د مرستې په اړه د مفاهمت ياددښتونه هم د لوظنامو برخه دي٬ د تجارت په څانګه كښې د مالديپ سټيټ ټريډنګ آرګنائزيشن او د پاکستان ټريډنګ کارپوريشن آف پاکستان ترمېنځه د زرعي تخمونو، خوراک او نورو څيزونو په تجارت كښې مرسته او د ماحولياتي تحفظ  په څانګو كښې د مفاهمت ياددښتونه هم په فهرست كښې شامل دي٬ دا لوظنامې د دواړو هېواادونو ترمېنځه مرستې ته پراختيا وركولو، اداره جاتي روابط مضبوطولو او د تجارت، تعليم، صحت، ټيکنالوجي او په نورو څانګو كښې شريكې ګټې لپاره نوې موقعې راپېدا كولو پلو مهم پېشرفت دے۔

مزید خبریں