مخالفه ډله دې هېواد څخه د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره په يو نكاتي تګلاره زمونږ سره اتفاق وكړي، په كركجن ماحول راپيدا كولو سره هېواد كښې استحكام نه شي راتللے۔ډاكټر طارق فضل چوهدري

اسلام آباد 20 اكتوبر (اے پي پي) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري مخالفې ډلې له د خبرو اترو بلنې وركولو سره وئيلي دي د هېواد څخه د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره دې زمونږ سره په يوه نكاتي تګلاره اتفاق پيدا وكړے شي ،يو بل سره د كركې ماحول په پيدا كولو هېواد كښې استحكام نه شي راتللے، سياسي تفريق او تختلاف لپاره هېواد ته زيان ونه …

اسلام آباد 20 اكتوبر (اے پي پي) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري مخالفې ډلې له د خبرو اترو بلنې وركولو سره وئيلي دي د هېواد څخه د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره دې زمونږ سره په يوه نكاتي تګلاره اتفاق پيدا وكړے شي ،يو بل سره د كركې ماحول په پيدا كولو هېواد كښې استحكام نه شي راتللے، سياسي تفريق او تختلاف لپاره هېواد ته زيان ونه رسولے شي،د ترهه ګرۍ تر بشپړه ختمولو به كاروائۍ روانې وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهي په ورځ پرېس كنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل د هېواد پرمختګ لپاره امن و استحكام، سرمايه كاري زياتولو او سرمايه كارو لپاره امناكه ماحول پيدا كول لازمي دي۔ده ووئيل بلوچستان كښې هم چيلنجنګ صورتحال دے ٬ د مختلف هېوادونو ايجنسۍ چې د بي ايل اے مالي معاونت كوي او هغوي له د نړۍ تر ټولو جديد وسله وركوي ۔ده ووئيل خېبر پښتونخوا د مسئلو مركز ګړځېدلې،هلته وسائل نشته، كے پي كښې من و سلوي نشته كوم چې وفاقي حكومت ترلاسه كول غوښتل، د كے پي په 12 ضلعو كښې جوړ كونسل كښې مشران هم شامل كړې شوي۔ ده ووئېل كونسل كښې ښه شهرت او كردګي لرونكې كسان شامل دي۔وفاقي حكومت سره د كاميابۍ نه علاوه بله لاره نشته۔هلته په استخبارات اډانه عمليات كيږي۔ هند د افغانستان د لارې د ترهه ګرو معاونت كوي۔ده ووئېل صوبه كښې به ټول عمر له امن راوستلې شي او د ترهه ګرۍ تر ختمولو به كاروائۍ روانې وي،دې نه پس هلته به پرمختيائي عمل پيل كړے شي۔ ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل د بلوچستان حكومت د ترهه ګرو په ضد كارروائيو كښې د خپلو امنيتي ادارو بشپړ ملاتړ كوي او هغوي سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل اپوزيشن له بلنه وركوو چې راشي او زموڼږ سره كېښني او د ترهه ګرۍ ختمولو له يو نكاتي تكلارې ته اتفاق پيدا كړي ځكه چې دا د هېواد د سلامتيا او بقاء معامله ده۔

مزید خبریں