په پاك افغان پوله د خوارجو د بريد هڅه ناكامه، د امنيتي ځواكونو په كارروائيو كښې 12 ترهګر و طالبان ووَژل شول ،نائب صوبېدار شهيد

پېنډۍ 11 اکتوبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د ضلع كرم سره په پاك افغان پوله د مستعدۍ څرګندوني كولو سره  افغانستان څخه د خوارجو د يوي ډلې د دراندازۍ هڅه د موثره ځوابي كارروائۍ د لارې ناكامه كړې ده۔ د كارروائۍ په مهال د افغان طالبانو پوستو څخه د خوارجو د سرپرستۍ او ډزو باوجود 12 خوراج او افغان طالبان ووژل شول او د ډزو په تبادله كښې په …

پېنډۍ 11 اکتوبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د ضلع كرم سره په پاك افغان پوله د مستعدۍ څرګندوني كولو سره  افغانستان څخه د خوارجو د يوي ډلې د دراندازۍ هڅه د موثره ځوابي كارروائۍ د لارې ناكامه كړې ده۔ د كارروائۍ په مهال د افغان طالبانو پوستو څخه د خوارجو د سرپرستۍ او ډزو باوجود 12 خوراج او افغان طالبان ووژل شول او د ډزو په تبادله كښې په مړانه مقابله كولو کښي د پاك پوځ نائب صوبېدار هدايت امان شهيد شو۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې  تېره ورځ د ضلع كرم په پاك افغان پوله د ځوارجو د يوي ډلې د تګ راتګ درك لګولے شوے ؤ كومي چې د افغانستان څخه په پاكستان كښې د داخلېدو هڅه كوله او امنيتي ځواكونو هغه په موثره ډول په نښه كړه او د كارروائۍ په مهال د افغان طالبانو پوستو څخه د خوارجو د سرپرستۍ او ډزو باوجود 12خوراج او افغان طالبان ووژل شول او د ډزو په تبادله كښې نائب صوبيدار هدايت امان په مړانه جنګ كولو سره شهيد شوې۔ د آئي اېس پي آر وېنا ده چې په پاک افغان پوله رامخئ ته دا پېښه يو ځل بيا د پاکستان په حقيقت اډانه او د ټھوس موقف  تصديق كوي چې افغان طالبان رجيم ترهګر تنظيم ته د افغان خاورې د استعمال نه منع كولو قصداً ناكامه پاتې بلكې دوي د پولې پورې غاړه د ترهګرۍ سهولت كاري او سرپرستي كوي۔ د آئي اېس پي آر وېنا ده چې د پاکستان سکيورټي فورسز د هېواد د پولو دفاع لپاره خپل غېر متزلزل عزم سره ثابت قدم دے، په سيمه كښې د هند په سرپرستۍ كښې د موجود ترهګرو خاتمې لپاره سينيټائزيشن آپريشن جاري دے او سکيورټي فورسز او قانون نافذ كوٶنكې ادارو لخوا د ترهګرو د بهرني مالي معاونت او سرپرستۍ خاتمې لپاره د وژن”عزمِ استحکام”( چې منظوري ئې د نيشنل ايکشن پلان وفاقي ايپکس کميټۍ وركړې ده) له مخئ د ترهګرۍ مخنيوۍ به د تعطل نه غېر بشپړه قوت جاري وي۔ زمونږ د ځوانانو دا قربانۍ په هر قيمت د خپل وطن او د پولو تحفظ غېر متزلزل عزم لا مضبوطوي۔

مزید خبریں