اسلام آباد۔11اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د رياض په شاه خالد انټرنيشنل ايئرپورټ دحوثي مليشيا د بريد په سختو ټكو غندني کولو سره د سعودي قيادت او اولس سره د غېر متزلزل يووالي څرګندونه وکړه۔ د اتوار په خپل اېكس پوسټ كښې وزيراعظم ووئيل زه د رياض په شاه خالد انټرنيشنل ايئرپورټ د حوثي مليشياء د ناوړه بريد په سختو ټكو غندنه كوم او د حق رسېدليو …
وزيراعظم محمد شهباز شريف د رياض په شاه خالد نړيواله هوائي اده دحوثي مليشيا ٬ د بريد په سختو ټكو غندنه٬د سعودي قيادت او اولس سره د غېر متزلزل يووالي څرګندونه
اسلام آباد۔11اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د رياض په شاه خالد انټرنيشنل ايئرپورټ دحوثي مليشيا د بريد په سختو ټكو غندني کولو سره د سعودي قيادت او اولس سره د غېر متزلزل يووالي څرګندونه وکړه۔ د اتوار په خپل اېكس پوسټ كښې وزيراعظم ووئيل زه د رياض په شاه خالد انټرنيشنل ايئرپورټ د حوثي مليشياء د ناوړه بريد په سختو ټكو غندنه كوم او د حق رسېدليو كورنيو سره غمرازي او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا کوم. وزيراعظم ووئيل چې وګړي او اهم تنصيبات په نښه كوٶنكې بريدونه په هېڅ صورت كښې د قبلېدو وړ نه دي او دا سيمه ايز امن او استحكام لپاره سنګين خطر دے، د نړيوال قانون په ښكاره خلاف ورزۍ اډانه د تشدد داسې پېښې بندېدل پكار دي۔ ده ووئيل چې پاکستان د سعودي عرب قيادت او وروڼو سره غېر متزلزل يووالي سره ولاړ دے، مکه مکرمه مشترکه دفاعي تړون او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اوږدې مودې د ورورولۍ اړيكو له مخې مونږ د سعودي عرب د خپلواكۍ، سيمه ايز سالميت او سلامتيا لپاره د خپل غېر متزلزل عزم پخلې كوٶ۔









