په ترهګرۍ خاموشي د هېواد دښمنۍ مترداف ده ٬ پاكستان به بيا تباهۍ پلو بوتللو له ورنه كړو٬ د سعودي عرب په ضد یرغل د زغملو نه دے۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف

اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ترهګرۍ خاتمې لپاره د غېر متزلزل عزم پخلي كولو سره وئيلی دی  په ترهګرۍ خاموشي د هېواد دښمنۍ مترداف ده٬ د ترهګرۍ مقابله كول د وفاق سره سره د خېبرپښتونكوا حكومت هم ذمه واري ده، د صوبائي حکومت د پام لرنی نه کولو له امله د ترهګرۍ پېښې زياتې شوې٬ د خېبرپښتونخوا حكومت د ترهګرو مقابلې په ځاے …

اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ترهګرۍ خاتمې لپاره د غېر متزلزل عزم پخلي كولو سره وئيلی دی  په ترهګرۍ خاموشي د هېواد دښمنۍ مترداف ده٬ د ترهګرۍ مقابله كول د وفاق سره سره د خېبرپښتونكوا حكومت هم ذمه واري ده، د صوبائي حکومت د پام لرنی نه کولو له امله د ترهګرۍ پېښې زياتې شوې٬ د خېبرپښتونخوا حكومت د ترهګرو مقابلې په ځاے ځان  تماشګیر جوړ کړے٬ په لسو كالو كښې صوبائي حكومت ته د ترهګرۍ خاتمې لپاره 800 اربه روپۍ وركرې شوي خو پوليس او د سي ټي ډي د كار استعداد کښی زیاتوالی ته هډو پام نه دے شوے، ده ووئیل د پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ (ن) قيادت چاری د خبرو اترو د لارې مخ په وړاندی بوتللو ته پام لرنه کړی  او حکومتي ډلې په مشاورت د زړه له کومي هڅې كړې، ده ووئیل وزيراعليٰ سهېل افرېدي د خبرو اترو د مسودې نه په شا شوے، د ترهګرۍ پېښې شا ته غورځولو سره په اسلام آباد د راختلو ناپاك منصوبه ئې لرله ، ده ووئیل هېواد به بيا تباهي پلو  بوتللو له ورنه كړو، قانون به خپله لاره پخپله اوباسی  ، افغانستان د اغيارو په لاسونو كښې لوبېږي، افغان خاوره د پاکستان په ضد ترهګرۍ له کا یدل قبوله نه ده او پاكستان ته د زيان رسولو هره هڅه به ناكامه كوٶ، ده ووئیل آئي اېم اېف سره د سټاف ليول لوظنامه شوې ، په چيلنجز قابو موندلو لپاره شپه او ورځ كار كوٶ، په نړيواله كچه د پاکستان سفارتي هلو ځلو ته په درنه سترګه كتلي شوي،ده ووئیل  په سعودي عرب د كېدونكو بريدونو سخته غندنه كوٶ٬ سعودي عرب سره دوه اړخيزه او درې هېواديزه دفاعي لوظنامه لرو، د حرمين شريفين د تقدس او تحفظ  لپاره ټوله اسلامي نړۍ يو  ده، د سعودي عرب په ضد یرغل به برداشتنه كوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د وفاقي كابينې غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم كابينه خبر كړه چې آئي اېم اېف سره د سټاف ليول لوظنامه شوې ده هيله لرو چې په سږني كال د 1.2 ارب ډآلرو قسط ترلاسه شي۔ وزيراعظم ووئيل نړيواله ورورولۍ كښې سفارتي هلو ځلو ته په درنه سترګه كتلې كېږي٬ كوم شخصيت سره چې ملاقات شوې ھغه د پاكستان ستائنه كړه چې د امريكې او ايران ترمېنځه جنګ بندۍ كښې پاکستان اهم کردار لري٬ خو د بده مرغه په مېنځني ختيز كښې معاملې بيا خرابې شوې٬ هرمز څخه تر باب المندب حالات نور خراب شوي٬ نړيوال امن لپاره اوس هم پاكستان خپل كردار محنت او اخلاص سره لوبوي، په سفارتي هلو ځلو كښې د فيلډ مارشل سيد عاصم منير بنيادي کردار دے، نائب وزيراعظم و وزير خارجه اسحاق ډار، وزير داخله محسن نقوي او د ټولې ډلې هڅې د ستائنې وړ دي۔ وزيراعظم ووئيل د وفاقي حكومت لخوا د د جوړ كړې شوي ټيکنالوجي پارك پرانسته شوې او د دې نامه دانش ټيکنالوجي پارك اېښې شوې ده، د تېر حكومت په زمانه كښې د دې پېل شوے، د کوريا حکومت دې لپاره په آسان شرائطو قرضه وركړې خو چې كوم حشر ئې شوے اغيار ئې هم تصور نشي كولې ٬ دا د بربادي داستان جور شوې خو زمونږ وزيرانو او افسرانو د يو ټيم په څېر كار كولو سره دا منصوبه بشپړ كړې او الحمدالله اوس دا بشپړ شوے ده، داسې منصوبې به په کراچۍ لاهور کوئټه پېښور او نورو ښارويو كښې هم جوړول شي ۔ وزيراعظم ووئيل چې سعودي عرب د چین په څېر د پاکستان ورور او د باور وړ هېواد دے٬ په بېلو وختونو كښې د سعودي شاهي کورنۍ، حکومت او اولس تل د پاکستان ملاتړ کړې. ایران هم د پاکستان یو ورور او ګاونډی هیواد دے٬ په اوسني حکومت كښې د دواړو هیوادونو ترمېنځه اړیکې پیاوړې شوې دي. زمونږ هم يو مقصد دے چې په منطقه كښې امن راشي٬ د هرمز وروسته، په باب المندب خونړۍ لوبه روانه ده د ډېره د افسوس وړ خبره ده، سعودي عرب زمونږ د اتياٶ كالو نه په سلګونو كالو اډانه د ورورولۍ او ايمان رشته ده٬ دفاع په اړه دوه اړخیز او درې اړخیز تړون لرو. حوثیان که څه كوي د ھغې چې څومره هم غندنه وشي كمه، د سعودي عرب په ضد جارحيت كوم جواز نه لري٬ څو اونۍ وړاندې په مکه د ډرون بريد ناكامه كړې شوې٬  پاکستان په بشپړه توګه سعودي عرب سره د يووالي څرګندونه كوي په هر ډول خپلو ورورڼو سره ولاړ دے هر٬ د  سعودي عرب په ضد جارحيت به نه برداشت كوٶ، د مدينه منوره او مکه مکرمه د حرمت حفاظت د اسلامي نړۍ ذمه واري ده دا زمونږ رېډ لائن دے، پاکستان په بشپړه توګه د  سعودي اولس سره ولاړ دے او په هر ډول به د دوي مرسته كوي۔ د ترهګرۍ په اړه وزيراعظم ووئيل چې خېبرپښتونخوا او بلوچستان كښې چې د تېرو دوه نيمو كالو راهسې څه روان دي او څنګه عام وګري او امنيتي اهلكار شهيدان كېږي دا ډېر د تکليف وړ پېښې دي۔ ده ووېيل چې د ترهګرۍ مقابله كول د وفاق سره سره د خېبرپښتونكوا حكومت هم ذمه واري ده، د صوبائي حکومت د پام لرنی نه کولو له امله د ترهګرۍ پېښې زياتې شوې٬ د خېبرپښتونخوا حكومت د ترهګرو مقابلې په ځاے ځان  تماشګیر جوړ کړے٬ په لسو كالو كښې صوبائي حكومت ته د ترهګرۍ خاتمې لپاره 800 اربه روپۍ وركرې شوي خو پوليس او د سي ټي ډي د كار استعداد کښی زیاتوالی ته هډو پام نه دے شوے۔ وزيراعظم ووئيل بيا بيا مو افغانستان له باور كړې چې مونږ ګاٶنډي هېوادونه يو او مونږ به ګاٶنډيان يو خو ھغوي په دې خبره نه پوهېږي او د اغيارو په لاس كښې لوبېږي۔ وزيراعظم ووئيل چې د جميعت علمائے اسلام (ف ) امير مولانا فضل الرحمان سره هم ملاقات شوې،ھغه هم په مذاکرات كښې د کردار ادا  وئيلي٬ دوي ته بيا هم په غېر رسمي توګه ووئيل شول چې لانګ مارچ ختم كړئ اوس هم خبرې اترې كولې شو خو دوي په زړه پورې ځواب رانه كړو۔ وزيراعظم ووئيل د ترهګرۍ پېښو كښې عام وګړي او سکيورټي اهلکار شهيدان كېږي خو صوبائي حكومت او وزيراعليٰ دا توفيق نه لري چ د دې پېښو غندنه وكړي٬ اوس اوبه په سر راتېرېږي٬ مونږ له پرېكړه كول دي٬ اوس يا كله هم نه تاريخ به مونږ هم په دې كړو ياد ساتي۔

مزید خبریں