وزيراعظم محمد  شهباز شريف په پاك افغان پوله د ترهګرو د  دراندازۍ د هڅې په ناكامه كلولو د امنتي ځواكونو ډاډګيرنه ٬ د نائب صوبېدار په شهادت د غم درد څرګندونه

اسلام آباد۔11اکتوبر  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په ضلع کرم كښې په پاك افغان پوله د ترهګرو د دراندازۍ هڅې په ناكامه كولو د امنيتي خواكولو ډاډګيرنه كړې او د نائب صوبېدار هدايت امان په شهاد ت ئې د غمرازۍ څرګندونه كړې۔ د وزيرعظم هاٶس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د ترهګرۍ په ضد د كارروائۍ په مهال د نائب صوبېدار هدايت امان په …

اسلام آباد۔11اکتوبر  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په ضلع کرم كښې په پاك افغان پوله د ترهګرو د دراندازۍ هڅې په ناكامه كولو د امنيتي خواكولو ډاډګيرنه كړې او د نائب صوبېدار هدايت امان په شهاد ت ئې د غمرازۍ څرګندونه كړې۔ د وزيرعظم هاٶس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د ترهګرۍ په ضد د كارروائۍ په مهال د نائب صوبېدار هدايت امان په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې۔ده په ضلع كرم كښې د ترهګرو د دراندازۍ هڅه په ناكامه كولو او د 12 خوراج و افغان طالبان په وژلو د سکيورټي فورسز د وظيفائي صلاحيتونو ستائنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل چې پاکستان د خپلو پولو د دفاع او د ترهګرۍ د بشپړه خاتمې صلاحيت لري، د هېواد په سلامتيا او خپلواكۍ به كومه سودا نه كېږي٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام خپلو مېړنو امنيتي ځواكونو سره اوږ په اوږه ولاړ دے۔

مزید خبریں