اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان كښې د فلپائن سفير ډاکټر ايمانوئل آر فرنانډيز مېلمستيا د پاكستان يو انمول جوهر ګرځولے دے٬ د اے پي پي په اهتمام كښې ويډيو ټاك شو كښې د خبرو په مهال ده ووئيل چې پاكستان هركلے او مېلمستيا د ستائنې وړ ده۔ د پاکستان په اړه د خپلې تجربي په اړه ده ووئيل چې پاكستان د تنوع يوازې تر جغرافيه محدود نه …
مېلمستيا د پاكستان ځانګړے جوهر دے۔ د فلپائن سفير

مزید خبریں
اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان كښې د فلپائن سفير ډاکټر ايمانوئل آر فرنانډيز مېلمستيا د پاكستان يو انمول جوهر ګرځولے دے٬ د اے پي پي په اهتمام كښې ويډيو ټاك شو كښې د خبرو په مهال ده ووئيل چې پاكستان هركلے او مېلمستيا د ستائنې وړ ده۔ د پاکستان په اړه د خپلې تجربي په اړه ده ووئيل چې پاكستان د تنوع يوازې تر جغرافيه محدود نه دے بلكې ښكلا د پاكستان دوېم جوهر دے٬ پاكستان ډېر ښېرازه او ښائسته هېواد دے دلته هر څه شته ٬ په واورو پټ غورنه ٬ صحراګانے٬ مېدانونه٬ د ګڼې ګوڼې ښارونه سره سره د سكون كليوالې سيمې٬ كلتوري او لساني اعتبار سره پاكستان د غېر معمولي تنوع وړ هېواد دے۔ ده د دې باور څرګندونه وكړه چې پاکستان او د آسيان هېوادونو ترمېنځه حيقيقي پل د وړاندې نه په قوي بنيادونو جوړ دے چې پكښې شريك احترام٬ زړه راښكونكي مناظر او نه هېرېدونكې مېلمستيا۔ د يادونې وړ ده چې ډاكټر فرنانډيز په اسلام آباد كښې د آسيان کميټۍ چيئرمېن هم دے









